مقالې

مشهور

وروستی

آیا دا کلام د باطلیدو ده؟

  ۱ اپريل ۲۰۲۳

آیا دا کلام د باطلیدو ده؟

په سپیڅلې انجیل کې لولوچې عیسی مسیح د یوه سوال په ځواب کې فرمایې: «د خپل څښتن خدای سره د زړه له کومي په ټول روح او ټول عقل سره مینه کوئ. دا تر ټولو لوی او لومړنی حکم دی. دوهم حکم د لومړنی حکم په شان مهم دی چې د خپل ګاونډی سره د خپل ځان په شان مینه کوئ. ټول تورات او د پیغمبرانو لیکنې په دې داوړو حکمونو باندې ولاړ دی.» (متی ۲۲: ۳۷-۴۰) ځینې دوستان هره جمله چې مونږ د سپیڅلی انجیل نه نقل کوو بی له کوم سوچ او فکر ځواب راکویې چې انجیل خو منسوخ او یا باطله شوې ده. دوی په حقیقت کې د خپل غرور او ځان باورې پر اساس او له سپیڅلې انجیل سره د دښمنی په خاطر پاک او حقیقی خدای او د هغه تل پاتی کلام ته سپکاوي کوي. تاسې له خپل ځان نه وپوښتی آیا دا کلام چې په شروع کې تاسې ولوسته د باطلیدو او یا د منسوخ کیدو ده؟ آبا په دی کلام کې داسې کلمه شته چې هغه باطله او له اعتباره ساقطه شې او که تلپاتې ده؟ عیسی مسیح دا حکمونه د پاک خدای سره په ټول وجود مینه کول او له خپل ګاونډی سره مینه کول د شریعت له ټولو لویو حکمونو نه بولې. عیسی مسیح یواځي دا نه دي فرمایلی چې پاک او حقیقی خدای سره مینه ولری، هغه دا حکم له ګاونډی سره په مینه کولو پوری تړلی ده. که څوک خدای سره مینه ولری او له ګاونډی سره مینه و نه لری په حقیقت کې له پاک او حقیقی خدای سره هم مینه نه لری. آیا زمونږ ګاونډی څوک ده او یا زمونږ ګاونډیان څوک دې؟ د عیسی مسیح مقصد له ګاونډی نه یواځې هغه څوک نه دې چې زمونږ د کور د دیوال تر شا او یا بلې خواته ژوند کوې. په هغه کلې کې چې مونږ ژوند کوو د هغه ټول خلک زمونږ ګاونډیان دی. په هغه ښار او هیواد کې چې مونږ ژوند کوو د هغه ټول خلک زمونږ ګاونډیان دی. د پاک خدای د مخلوق په حیث د نړی ټول خلک زمونږ ګاونډیان دی. که څوک دا ادعا کوې چې دوی له حقیقی خدای سره مینه لری او په څنګ کې بیا خپل ګاونډیان که په هر نامه وژنی او ځوروې، دوی په حقیقت کې له پاک او حقیقی خدای سره مینه نه لری بلکه له خپل ځان او له خپلو ناوړو خواهشاتو د پوره کولو سره مینه لری. دوی چې ادعا کویی انجیل باطله شوي او یا منسوخ شوی په حقیقت کې د دوی مقصد داده چې خلک ړانده پاتی شې او څوک سپیڅلي انجیل او د هغه حقایق و نه لولي او د دوی له دروغو نه خبر نه شې. د سپیڅلی انجیل لوستل له تاسو سره مرسته کوی چې تاسی پاک او حقیقی خدای په ریښتینه توګه وپیژنۍ. د سبیڅلی انجیل په یو بل ځای کې لولو: «کله چیرې روژه نیسئ، نو د منافقانو په شان خپل ځانونه غمجن مه ښایئ، ځکه چې هغوی خپلې څیرې داسې بدلوي چې خلک یې وویني چې دوی روژه نیولې ده. په یقین سره وایم چې هغوی خپل اجر ترلاسه کړی دی. خو کله چې ته روژه نیسې، نو خپل سر غوړوه او خپل مخ پرې وینځه، ترڅو نور خلک پوه نشي چې تا روژه نیولې ده، یوازې ستا آسماني پلار به چې څوک یې لیدلی نه شي درباندې پوه شي او ستا آسمانی پلار چې د پټو کارونو څخه خبر دی تاته اجر درکړي.» (متی ۶: ۱۶ – ۱۸) آیا پورتنی کلام د منسوخ کیدو ده؟

وېشنيزې