هرڅه وازمایئ

  ۱۲ نومبر ۲۰۲۳

سپیڅلۍ انجیل مونږ ته فرمایئ:

«ځکه تاسو پوهیږئ چې د ژوند د بیځایه دودونو څخه خلاصون چې د خپلو نیکونو نه تاسو ته په میراث پاتې شوي وو، د فاني شیانو لکه سرو زرو او سپینو زرو په بیه نه دی تر لاسه شوی.» (لومړی پطرس ۱: ۱۸)

ډیر خلک د خپلو پلورنو او نیکونو دین او مذهب قبلوی او به غیر له دی چه د هغه په اړه په غورفکر وکړی او وی څیړی له هغه نه په پټو سترګو پیروی کوی. کله چې یو بودایی سړی او ښخه سره واده وکې اولادونه یی له وړوکوالی هغه اصول او ارزښتونه اوری او هغوی بودایی دین ته علاقمند کوی. کله چې دوی ځوانې ته رسیږی د هغه بودایی دین دلایل او منطق قبلوی. یا کله چې څوک له یهودی، مسیحی او یا مسلمان پلار او مور نه دنیا ته راځی هغوی هم هرو مرو د خپلو پلورونو او نیکونو رسم و رواج او دینی قوانینو ته متمایل کیږې. اما کله چې څوک په خپل دین کې په فکرې بحرانونو، پوښتنو او بی باوری او بی اعتمادی سره مخ کیږی که د څیړنی، سوال کولو او اعتراض کولو حق ورته موجود وې دوی دا کار کوي. اما که دوی ته دا زمینه مساعده نه وی دوی مجبوره کیږی چې له داسې عقیدي پیروی وکړې چې پرې باور نه لرې. داسی خلک په ریاکارانه ډول هغه څه وایی او هغه دینې اعمال تر سره کوې چې د کورنې غړی او کور کلې خلک یی ترسره کوې. 

د حقیقت تر لاسه کول آسان کار نه دی، بلکه ډیر مشکل کار او په سختیو او قربانیو ترلاسه کیدلای شي. دا به ښه وی چې کله مونږ پاخه عمر ته رسیږو او څه نا څه آزادی تر لاسه کوو د خپلو پلورونو او نیکونو د دین په هکله ښه تحقیق وکړو. مقصد مې دا دی هغه ملیونونه خلک چې د خپلو پلورونو او نیکونو له لاری مسلمان، مسیحی، یهودی او یا هر څوک دې ښه به دا وی چې دوی د خپل دین په اړه یو ځل بیا څیړنه وکړی وروسته له څیړنې او معلومات نه د هغه دین پیروی وکړی.

په حقیقت کې د داسی آزماینی په پایله کی مونږ کولای شو حقیقی خدای، اصلی او ریښتني ایمان ته ورسیږو. ګرانو! کله چې مونږ حقیقت تر لاسه کړ د حقیقت په وسیله خپل زړونه پاک پریمینځي او هغه څیزونه چې په خدای پورې اړه نه لری، له هغه نه لری واچوی. کله چې تاسې خپل زړونه له هغو څیزونو نه چې په پاک او حقیقی خدای پوری تعلق نه لری خالی کړی، په داسی یوه پاک زړه کې حقیقی خدای یعنی هغه خدای چه هر انسان یی په لټه کې ده په کې ژوند کوېی او هغه شخص ته آرامی ور په برخه کوې. زه په خپل ژوند کې تا تجربه لرم او تاسی هم دې کار ته هڅوم. هیڅ کله ریاکاره مه اوسې او په هغه شې چه باور نه لری هیڅکله پیروي یې مه کوي.

که تا سو د زیږیدو د ځای د تعلیم او تربیت او یا هم د کورنې، پلورنو او نیکونو ایمان او عقیدی پر بنسټ په یوه دین او یا مذهب کې ژوند کوي ښه ده چې د هغه په اړه د پاک خدای د دی لارښونې په اساس عمل وکړی: «هرڅه وازمایئ او کوم څه چې ښه وې په هغه باندې عمل وکړئ.» (لومړی تسالونیکیان ۵: ۲۱)




وروستي مقالې