حقیقې خدای د مینې خدای

  ۲۶ سيتمبر ۲۰۲۳

لمړی له هر څه غواړم تا سو ګرانو لوستونکو ته یو آیت له سپیڅلی انجیل نه نقل کړم. په دی آیت کې راغلی: «مونږ پوه یو او باور لرو چې خدای زمونږ سره مینه لری. خدای مینه ده او هر څوک چې په مینه کې خپل ژوند تیروی نو هغه په خدای کې اوسیږي او خدای په هغه کې اوسیږي.» (۱یوحنا ۴: ۱۶)

د پاک او حقیقی خدای خصوصیت محبت او یا مینه مونږ ته را پیژندل شوی ده او څوک چې له هغه نه په رښتیا پیروی کوې هغوی هم باید په مینه کی ژوند وکې. مونږ په دې باور یو چې عیسی مسیح د خپل لنډ ځمکنی ژوند په لړ کې مونږ ته د حقیقې خدای خصوصیات را وپیژندل که نه نو مونږ نشوی کولای چه هغه په حقیقی معنا وپیژنو. عیسی مسیح هم پخپله له مینې ډک وو د دې لپاره چې حقیقی مینه مونږ ته راوپېژنې د مینی په لار کې حتا له خپل ځان نه هم تیر شو. له دی نه لوړه او اعلی مینه هیڅ نشې کیدای او مونږ هم په دې خاطر له هغه سره مینه کوو.

له بده مرغه مونږ په دری ژبه کی یو متل لرو چې وایی «تو به مه، مه به تو» چې معنایې داده: «ته ما سره وکه چې زه له تا سره وکم.» په مینه کولو کې هم مونږ په خپل مینخ کې اکثراً له دغه معیار نه کار اخلو. حتا له پاک او حقیقی خدای سره هم په مینه کولو کې هم بعضی دوستان دا کار کوی.

تاسې خپل طاعت او عبادت ته ځیر شۍ چې د څه لپاره یی کویی. په افسوس سره ډیر خلک په دې باور دې، دوی د دې لپاره طاعت او عبادت کوې چې خدای د هغوی ګناه وبښې. که تاسې د یوه مقصد او یا د یو څه د ترلاسه کولو لپاره  خدای ته عبادت کوې، نو په داسې یوې معاملی کې مینه هیڅ ځای نه لرې. پاک خدای زمونږ طاعت او عبادت ته هیڅ اړتیا نه لری او نه هغه زمونږ ګناه د طاعت او عبادت په مقابل کې بښې. خدای مکه پاک خدای کوم دوکاندار او یا کوم معامله ګر نه ده. زمونږ ګناه یواځې کیدلای شې چې د عیسی مسیح په قربانې وبښل شې نه د زمونږ په ګوډ او مات اطاعت او عبادت. مونږ چې په عیسی مسیح ایمان راوړی او له هغه نه پیروی کوو، مونږ د خپل حقیقی خدای عبادت او پرستش د دې لپاره کوو چې له هغه سره په تمام معنا او له زړه مینه لرو. مونږ چې ښه کارونه کوو د دی لپاره یی کوو چې له خپل حقیقی خالق سره مینه لرو او باوری یو چې هغه زمونږ په دې کارنو خوشحاله کیږی، نه د دې لپاره چې په بدل کې هغه مونږ ته یو څه راکړی.  

مونږ هره ورځ له خپلو دوستانو، ملګرو، مشرانو او نورو اورو چې دوی له مونږ سره د مینی لرلو ادعا کوی. او یا مونږ ادعا کوو چې له پاک او حقیقی خدای سره او د هغه له مخلوق سره مینه لرو. ښه با دا وې چه مونږ حقیقی مینه و پیژنو او کله چې مونږ مینه کوو که هغه له پاک خدای سره وې او یا له کوم انسان سره ښه ده چې حقیقی مینه وې او نه له توقع او له مطلب نه ډکه مینه. په سپیڅلی انجیل کې حقیقی مینه يه دې ټکو مونږ ته راپیژندل شوې ده:

«مینه صبرناکه او مهربانه ده. په مینه کې بخیلی یا لافی وهل او غرور نشته. نه په کې بد سلوک شته، نه په کې ځان خوښول شته، نه په کې تند مزاجې شته او نه په کې بد ګمانی شته. مینه په بدکاری نه خوشحالیږې، بلکې په رښتنولې خوشالیږی. مینه په هرڅه کې صبر کوې، هیڅکله ایمان له لاسه نه ورکوې، په هرڅه باندې خپله هیله ساتې او هرڅه زعمې.» (۱قرنتیان ۱۳: ۴ – ۷)

کله چې مونږ د مینې ادعا کوو ښه ده چې خپله مینه په پورتنیو کاڼو وتلو ترڅو له مونږ نه تیروتنه ونشې.


وروستي مقالې