جهاد یا سپبیڅلی جګړه!

  ۱۷ سيتمبر ۲۰۲۳

 

عیسی مسیح په خپله یوه مشهوره موعظه کی چې د غره د سر په موعظی مشهوره ده په خپلو ژوند بښونکو خبرو کې فرمایی:

«بختور دې هغه خلک چې سوله راوستونکی دې، ځکه چې هغوی به د خدای اولادونه وبلل شې.

بختور دې هغه خلک چې د عدالت په خاطر ځورول کیږی، ځکه چې آسمانی پاچاهې د هغوی ده.» (متی ۵: ۹ – ۱۰)

عجیبه ده چه زمونږ په هیواد افغانستان کی د سولی او عدالت پر ځای د جهاد کلمه ډیره کارول کیږی. ډیر خلک په دې ډیر ویاړی چې دوی جهاد او یا سپیڅلې جګړه کړی نو دوی مجاهدین دې. حتا بعضی خلک هم شته چې د هغه له نامه سره مجاهد ونه وایی تانه خواشینی کیږی. او چا چې ډیر وخت جهاد یا سپیڅلې جګړه کړی وی او څومره ډیر خلک یې وژلی وی او ډیر پلونه، مکتبونه، روغتونونه او سړکونه یې وران کړی وې هغه د مجاهد اکبر په نامه یادوی او په هغه ویاړی. دوی چې په جهاد کولو یا په سپیڅلی جنګ او جګړی کې برخه اخیستل ځان ته ویاړ بولې، دلیل یی هم دادی چې دوی وایی د خپل خدای امر یی عملی کړی او په جګړې کې یی برخه اخیستی ده. دا طبیعی خبره ده چا چې په جګړې یا جهاد کې برخه اخیسته هدف یې دا وو چې خلک ووژنې او یا د دوی په اصطلاح خپل دښمنان ووژنې. په تیرو جګړو کې مونږ ټولو ته روښانه ده چې د دوی دښمنان د دوی مخالفه افغانان وو او اکثریت خلک چې دوی ووژل هغه هم د دوی همدینه افغانان وو نه پردې.

سوال دا ده چې آیا حقیقی خدای چې زمونږ د ټولو انسانو خالق هم ده هغه په رښتیا غواړی انسانان په هر نامه چې وې یو بل سره ووژنی؟ آیا هغه د انسانانو په وژنو او د هغوی د وینو په ټویلو په هر نامه او دلیل چې وې خوشاله کیږی؟ او که نه حقیقی خدای د هر انسان د وینو په تویلو اوښکې تویوې او پر قاتل یې لعنت وایی؟

عیسی مسیح فرمایی:

«تاسو اوریدلي دي چې ویل شوي دي: «د سترګي په بدل کې سترګه او د غاښ په بدل کې غاښ.» خو زه تاسو ته وایم څوک چي درسره بدي کوي نو ته ترې بدل مه اخله. که څوک درته په ښي مخ څپیړه درکړی، نو چپ مخ دې هم ورته واړوه.» (متی ۵: ۳۸ – ۳۹)

آیا د عیسی مسیح د تعلیم او د هغو خلکو د تعلیم تر مینځ چې جهاد او یا جګړه تبلیغوی او په مدرسو کې د جهاد لپاره درس ورکول کیږی ډیر فرق نشته؟

آیا دا الاهی شخصیت چه مونږ یې د خپل خدای او خالق په حیث پیژنو یو جګړه مار، انسان وژونکی، له عقدو او انتقام نه ډک خدای ده که سوله خوښونکې، له محبت او رحم نه ډک او کاملاً بښونکي خدای ده؟

یو خل خپل کړیدلی وطن افغانستان او ولس ته ځیر شی او له ځانه پوښتنه وکړۍ آیا جهاد او یا سپیڅلی جګړه امکان لری چې د زمونږ حقیقی خالق امر وې که دا د خودغرضو، وطن دښمنانو، انسان دښمنو او د قدرت، مقام او  په پیسو مینو خلکو خبره ده.

عیسی مسیح مونږ ته حقیقی خدای راپیژاندلۍ او د هغه خبری د پاک او حقیقی خدای خبری دی. له پاک او حقیقی خدای نه شکرګزاره یو چه هغه یو جګړه مار او جهادی خدای نه بلکه له محبت او بښنې نه ډک خدای ده.

«که څوک درته په ښي مخ څپیړه درکړی، نو چپ مخ دې هم ورته واړوه.» (سپیڅلی انجیل)


وروستي مقالې