ریښتنۍ سوله

  ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳

ریښتنۍ سوله

 

عیسی مسیح فرمایی:

«زه تاسو ته سوله درکوم داسې سوله چې یوازې زه یې ورکولای شم. دا د هغې سولې په شان نه ده چې نړۍ یې ورکولای شي. نو څه چې پیښیږي، د هغي په هکله مه نارامه کیږئ او مه ویریږئ.» (یوحنا ۱۴: ۲۷)

د سپیڅلی انجیل په دې آیت کې عیسی مسیح درې ځلې د سولې کلمه کارولې ده. د سولې دا کلمه په اصل کې د عیسی مسیح په ژبه «شالوم» او په عر بی ژبه کې د «سلام» کلمه ده چې مونږ یې په خپل ورځنې ژوند کې په تکرار کاروو. کله چې مونږ چاته سلام او یا اسلام و علیکم وایو او یایی له نورو نه اورو، مقصد دادی چې مونږ نورو ته عزت او احترام قایل یو او د هغوی لپاره جسمی او روحی سلامتی غواړو. د سولی دا کلمه پراخه معنا لرې او مونږ نشو کولای هغه یواځې په داسې «سولې» یا د جګړی په نه شتون کې راونغاړو او خلاصه یی کړو.

په دې ورځو کې زمونږ په هیواد افغانستان کې دا خبری تودی دې چې ګواکې جګړه دریدلې او سوله راغلې ده. آیا د عیسی مسیح مقصد له داسئ یوې سولی نه ده چه یواځې جګړه دریدلې وی او یا که د هغه هدف له دې نه هم پراخه ده؟ په دې آیت کې چې عیسی مسیح د سولی په اړه او مونږ ته یې د راکولو خبری کړې هغه حقیقتاً بی سارې وعده ده. هغه فرمایې، زه «تاسو ته سوله درکوم». دا سوله چې عیسی مسیح یی مونږ ته راکوې دا د هغه خپله مخصوصه سوله ده چې مونږ ته یې د تحفی په شکل کې راوکوې. که مونږ خپلو زړونو ته ځیر شو، مونږ ټول داسې یویې خاصې سولې ته اړتیا لرو.

په دې کې هیڅ شک نشته مونږ ټول سولی ته اړتیا لرو که هغه یواځې د جګړو او مناقشو ختمول هم وې مونږ ورته ډیر لیواله یو. اما د داسې یوی سولې په راتګ سره په ټولنه کې او زمونږ پر خپل مینځ کې ټول جنجالونه چې د جګړی اصلی دلیل وو هغه له می‌نځه نه دې تللې. اوس هم خلک د یوه بل په مقابل کې له نفرت، غچ اخیستنی، دښمنې، حسادت او خیانت نه کار اخلی. اوس هم خلک د زړو دښمنیو په خاطر، او نورو بهانو په خاطر زندانی کیږی، تیښتې ته اړ کیږی او یا حتا وژل کیږی. دا هغه وژونکې مرضونه دې چه یواځې د تخنیکی سولی په راتګ له می‌نځه نه ځئ او مونږ داسې سولې ته اړ یو چې عیسی مسیح یی مونږ ته راکویې. عیسی مسیح د زړونو د زخمونو طبیب ده که مونږ په هغه اعتماد وکړو او دخپل د زړه دړه ورته خلاصه کړو هغه کولای شې مونږ ته خېله خاصه سوله راوبښی او حقیقی شفا تر لاسه کړو.

عیسی مسیح فرمایی:

« دا د هغې سولې په شان نه ده چې نړۍ یې ورکولای شي.» مونږ او تاسې هر یو او زمونږ ټوله ټولنه د عیسی مسیح داسې ځانګړی سولې ته اړتیا لری تر څو وکولای شو ریښتنې سوله پر خپل ژوند او ټولنه کې ولرو.

وروستي مقالې