د نجنو د ښونځیو دروازې تړل
مقاله
عیسی مسیح فرمایی:
«ای د شریعت عالمانو! ستاسو په حال دی افسوس وی. تاسو د علم د کور د دروازی کیلي اخیستی، په خپله هم نه ورننوځی او څوک چې ورننوځی هغوی هم نه پریږدی.» (لوقا ۱۱:۵۲)
دا نژدي یو نیم کال وشو چه زمونږ د ګران هیواد افغانستان په تعلیمې ډګر کې زمونږ ځوان نسل ته ډیرې ستونځې پیدا شوي دې. په خاص ډول د نجنو لپاره له شپږم نه پورته د ښونځیو دروازی د جاهله ملایانو او د شریعت تش په نامه عالمانو بندی کړی او کلې ګانی یې په خپلو جبونو کې اچولی دی. هره ورځ خپل دې جاهلانه کار ته نوی بهانې بیانوې او نه غواړې چه د ښونځیو دروازې زمونږ د نجنو پر مخ خلاصی کړې. په دی ورځو کې هغه جنکی چه له شپږم ټولګی نه …