۲۹ جولاى ۲۰۲۱
زما پوښتنه: زه څوک یم؟
موږ اکثره له نورو څخه ځوابونه غواړو. کله ناکله پوښتنې کوو ځکه چې غواړو پوه شو. په نورو وختونو کې، غواړو وښیو چې موږ غوره یو او ډیر پوهیږو. له نورو څخه پوښتنه کول ډیر اسانه دي. له ځان څخه پوښتنه کول ډیر سخت دی. سره له دې، مهمه ده چې کله ناکله صادقانه پوښتنې له ځان څخه وکړو ځکه چې کله له ځان څخه صادقانه پوښتنه کوو، نو بیا کولی شو له ځان او خدای سره په حقیقت کې ژوند وکړو. نو نن ورځ زما پوښتنه له ځان څخه دا ده: زه څوک یم؟…