د خدای پلان چې موږ وژغورو

  ۳ دقیقې ۹ ثانیې

یا نړۍ د بربادۍ احساس نه کوي؟ په دې ټولو کې د خدای پلان څه دی؟ عیسی ولې راغی؟

ډاونلوډ

برنامې متن / سرود متن

آیا کله داسی فکر نکوي چی دا نړۍ خرابه شوي ده؟

لکه چی څه سم نه وي؟

په پیل کی خدای نړۍ له ښه والی څخه ډکه پېدا کړه

خو موږ د خدای بې اطاعتي وکړه او خپله لار مو د هغهٔ څخه بېله کړه

چې نړۍ هم خرابه شوه او موږ هم

سپېڅلی کتاب دې ته ګناه وایی

دا یوازی زموږ د کارونو په هکله نده ، بلکې دا کارونه زموږ زړونو ته هم ځي

او زمونږ د بې اطاعتئ پایله هم مرګ ده - د ژوند د چینې څخه جلا والی

او موږ دا جلا والی هغه وخت احساسولی شو کله چی موږ شرم او نا پاکی تجربه کړو.

خو موږ داسی هېڅ شی نشو کولای چی خپله ګناه لرې کړو او خپل ژوند بېرته جوړ کړو

ځکه چې موږ د سپېڅلي خدای څخه بیل شوی یو

او که زموږ کیسه دلته پای ته ومومی نو غمجنه به وي - خو خدای یو لاره جوړه کړه!

او هغهٔ د همغه پېل څخه د ژغورنې پلان درلود!

خدای خپل پلان زموږ نیکونو ته ښکاره کړ

په سپېڅلي کتاب کې ابراهیم د خدای په وړاندې یو رېښتینی او ایمانداره سړی دی

خدای د ابراهیم د زوی د قربانولو د ارادی عزت کوي او هغه خدای ته د اطاعت عمل ګڼي

خو خدای مداخله وکړه او ابراهیم ته د هغهٔ د زوی د قربانولو پر ځای قوچ اماده کړ

خدای خو عادل دی، نو لدی کبله موږ د هغهٔ څخه د مرګ او جلا والی وړ یو

خو خدای زموږ سره مینه هم کوي او هغه غواړي چې تلپاتې ژوندون د هغهٔ سره ولرو

لکه څرنګه چی خدای د ابراهیم د زوی قربانی په معجزې ، قوچ سره بدله کړه

خدای عیسی آماده کړ چی زموږ لپاره به اخری او کامله قربانی شي

عیسی زموږ په ګناهونو پرده واچوله او موږ یې د ګناه له سزا څخه چی مرګ ده آزاد کړو

او مونږ یی رېښتېنې کړو.

عیسی چی کامل خدای دی، په کامله توګه انسان شو او زمونږ دی خرابی نړۍ ته راغی تر څو کامله ژوند تجربه کړي

او کله چی هغه مړ شو هغهٔ پخپل ځان باندې زموږ سزا او شرم واخیست

او هغه په هغهٔ مرګ ومړ چی موږ یی مستحق ؤ

خو وروسته له دری ورځو څخه د مړو څخه راپورته شو چی بیا به هېڅکله مړ نشی.

دا د انجیل ښه زیری دی

خدای موږ ته یوه لاره جوړه کړې ده چې له هغهٔ سره تلپاتی ژوندون ولرو.

کله چې تاسو خپل ایمان پر هغهٔ څه چې خدای د مسیح په وسیله تاسو ته سرته رسولی دی بنا کړئ ، هغه ستاسو ځای ناستی کوي

او هغه به ستاسو شرم د عزت سره، او ګناهونه په صداقت سره بدلوي

سپېڅلی کتاب فرمایې ،« د ګناه بدل مرګ ده،

خو د خدای ډالۍ تلپاتی ژوندون دی زموږ په مالک عیسی مسیح کې.»

دا ډالۍ به ستاسو وي خو کله چې یې په ایمان سره ومنۍ

تاسو کولای شئ په هر وخت کې هغه ددعا په وسیله سرته ورسوی