څه رنګه دعا وکړو

  ۱ اکتوبر ۲۰۲۳

د دعا کولو په هکله عیسی مسیح فرمایې:

«کله چې دعا کوئ، نو د منافقانو په شان مه اوسئ. هغوی دا خوښوي چې په کنیسو او د کوڅو په غاړه ودریږی او دعا وکړي، ترڅو خلک هغوی وویني. په یقین سره تاسو ته دا وایم چې هغوی خپل اجر ترلاسه کړی دی. خو کله چې تاسو دعا کوئ، نو خپلې کوټې ته ننوځئ، دروازه بنده کړئ او د خپل نه لیدونکي آسمانی پلار چې په ټولو پټو رازونو باند‎ې پوهیږي تاسو ته به اجر درکړي.» (متی ۶: ۵، ۶ )

د عیسی مسیح په خبرو کي له «کنیسو» نه مقصد د یهودانو جماتونه یا عبادت ځایونه دې. هغه دینې ریاکاری(ځان ښودنه) چه مونږ اوس یې وینو د عیسی مسیح په وخت کې یهودانو هم ډیره مذهبی ریاکاری کوله. د عیسی مسیح له خبرو په زغرده ښکارې چه یهودان هم په لارو او د کوڅو په څنده دریدل او دعا به یې د دې لپاره سره کولې چې خلک هغوی ووینې او ورته آفرین ووایې. څوک چې داسې کار کویی او د خلکو د آفرین لپاره دعا کوې روښانه ده چې دوی له خلکو نه د خپلو دعا ګانو اجر تر لاسه کوې نه له پاک او حقیقی خدای نه. څوک چې داسې د خلکو د آفرین لپاره دعا کوې عیسی مسیح هغوی د منافقانو په نامه یاد کړی دي. منافق هغه چاته ویل کیږی چه ظاهر او باطن یې سره فرق ولری. په ظاهره کې لکه سپین کاغذ سپینی جامی آغوندی، په لاس کې اوږدې تسبیح اړوې او ځان ډیر مقدس او دینداره خلکو ته معرفی کویی اما باطن یې له دښمنۍ، نفرت، غچ اخیستنه، خیانت، رشوت، فساد او سل هاو نورو ګناهنو نه ډک وې. دوی حتا د تلویزیونو د کمرو مخې ته خپل سیاسی مذهبې تسبیح اړول خلکو ته ښکاره کوې.  دوی په خپله ریاکارانه کارونو یواځې کولای شې چې خلک تیرباسې، دوی نشې کولای چې پاک او حقیقی خدای ته دوکه ورکړی. پاک او حقیقی خدای د چا ظاهر ته نه ګوری د دې لپاره چې ظاهر تل غولونکۍ ده، هغه د زړونو پاچا ده او له زړونو نه ښه خبر ده. له درد نه ډکه خبره خو داده چې دا مذهبی ریاکاران اکثراً یې پاک او حقیقی خدای د خپلو کارونو احسان مند هم ګڼې او په دې ډیر مغروره هم وې. دوی ځانونه د پاک او حقیقی خدای استازی خلکو ته ځان پیژنې او د پاک او حقیقی خدای پر ځای عمل کوې او فیصلې او فرمانونه صادره وې. عیسی مسیح هغه خلک چې دا کارونه کوې د منافقانو په حیث معرفې کړی دې.

عیسی مسیح د دعا په هلکه د خپل تعلیم په بله برخه کې فرمایی:

«تاسو په خپلو دعاګانو کې د کافرانو په شان بې معنی کلیمې مه تکراروئ. هغوی فکر کوي چې د دوی دا اوږدې اوږدې دعا ګانی به قبولی شي.» (متی ۶: ۷)

د عیسی مسیح په وخت کې حتماً کافرانو به اوږده اوږده په اصطلاح درودونه او یا بعضی کلمی به دوی په سل هاو او یا په زرهاو ځله تکرارولې تر څو د خپلو ذهنونو جوړ کړی خدایانو مهربانی او پاملرنه ځانته راواړوی.عیسی مسیح چې مونږ ته حقیقی خدای را پیژندلی، هغه لیدلۍ، اوریدلۍ شې او حکیم او دانا ده. که مونږ یو ځل په ریښتینه توګه د خپل د زړه خبره هغه ته واورو هغه یی اوری او د هغه په اړه که لازمه وګڼې غبرګون ښیې. مونږ هیڅکله هغه نشو کولای چې هغه د یوه کار کولو ته اړباسو. مونږ حقیقی خدای چې په عیسی مسیح کې پیژنو، قادر مطلق، عادل، مهربانه او له محبت نه ډک خدای ده. جلال او عزت د ویی پر داسې خدای.

وروستي مقالې