مات شوی هنداره

  ۵ نومبر ۲۰۲۵

 

خدای په څېر پیدا شوی

په مقدس کتاب کې راغلي دي« نو خدای انسان په خپل شکل پیدا کړ، هغه یې د خدای په شکل پیدا کړ. هغوی یې نر او ښځه پیدا کړل» (پیدایش ۱:۲۷)

دا آیتونه یوه حیرانوونکې حقیقت څرګندوي: موږ د ځمکې، بوټو او حیواناتو خلاف، د خدای په څېر پیدا شوي یو. دا مشابهت جسماني نه دی، ځکه خدای روح دی، بلکې دا د دې معنا لري چې موږ د هغه شخصیت او جلال انعکاس کولی شو. خدای د خپل تصویر مهر زموږ په ژوند کې کېښود، څو ځمکه له هغو هندارو ډکه شي چې د هغه مینه، پاکي او جلال انعکاس کوي.

خو که شاوخوا وګورو، وینو چې دا هدف تر ډېره له منځه تللی دی. تیاره هر ځای خپره شوې، د خدای جلال رڼا کمزورې شوې ده. ولې؟ ځکه موږ په قصد له خدای مخ اړولی دی. ځان ‌محور شوي یو او غواړو خپل ځان ښکاره کړو، نه خدای. پایله دا ده چې موږ د ماتې هندارو په څېر شوي یو چې د خدای تصویر خراب انعکاس کوي. پولس رسول وایي:« «ځکه ټول ګناه کړي دي او د خدای له جلاله بې برخې شوي دي.» (رومیان ۳:۲۳)

ګناه د خدای هدف له لاسه ورکول دي: یعنې د هغه له جلاله خوند اخیستل او د هغه انعکاس نورو ته ورکول

مقدس کتاب د دې حالت په اړه وایي: « زه تاسو ته د څښتن په نوم دا وایم او په هغې باندې ټینګار کوم چې تاسو باید نور د غیریهودیانو په شان چې په خپلو باطلو خیالونو کې اوسیږي، ژوند ونه کړئهغوی د خپلو خیالونو په تیارو کې ډوب دي. هغوی د هغه ژوند نه چې خدای یې ورکوي، بې‌برخې شوي دي، ځکه چې هغوی جاهلان او زړونه یې سخت دي هغوی خپل د شرم احساس له لاسه ورکړی او خپل ځانونه یې عیاشۍ ته تسلیم کړي دي او په شوق سره هر ډول ناپاکه کارونه کوي» ( افسسیان ۱۷:۴-۱۹

دا زموږ د ځان‌ محورۍ پایله ده: له خدای لرې کېدل، تیاره، یوازیتوب او بې‌احساسي.

خو ښه خبر دا دی: تل د بېرته ستنېدو لار شته! کله چې خپل ځان څنګ ته کېږدو او سترګې په عیسی خښې کړو او په هغه ایمان راوړو، هغه زموږ ماتې هندارې رغوي. بیا موږ کولای شو د خدای رڼا انعکاس کړو او د هغه مینه او جلال ټولو ته ښکاره کړو

عیسی مسیح وفرمایل: «زه د نړۍ رڼا یم. هر څوک چې زما پیروي وکړي، په تیاره کې به ونه ګرځي، بلکې د ژوند رڼا به ولري.» (یوحنا ۸:۱۲)


وروستي مقالې