ګناه څه ده او په څه ډول بښل کیدای شې؟

  ۲۹ اګست ۲۰۲۳

ګناه هغه کلمه ده مونږ د ورځنې خبرو نه نیولیې بیا د نورو ملامتولو له پاره او په خاص ډول د موعظو او ممبرونو پر سر ډیره یادیږی. کله ګناه له پاک خدای نه ده خلکو د ‌ډارولو لپاره او کله هم د دوزخ د تللو د عامل په توګه یادیږی. سوال دا دۍ ګناه چې دو مره مهمه ده هغه څه رنګه عمل ته ویل کیږی چې کولای شې مونږ له پاک خدای نه لری او دوزخ ته واچوۍ؟

هر دین او یا هره عقیده او یا هر څوک امکان لری ګناه ته ځانګړی تعریف ولری او یا دوی یی د خپل باور له مخی هغه و پيژنې. مونږ چې په عیسی مسیح باور او ایمان لرو آیا د مسیحی ایمان له نظره ګناه په څه ډول مونږ ته را پیژندل شوې ده.

د مسیحی الاهیاتو له مخې، عموماً ګناه هر هغه فکر، خبره او عمل ته ویل کیږي چې د پاک خدای د خوښې او د هغه اخلاقی قوانینو په خلاف وې. ګناه د پاک خدای له لاری بیلاری کیدل او له هغه نه جدا کیدل او د هغه له فرماننو نه نا فرمانی په نظر کې نیول شوی ده. د مسیحی ایمان د لید لوری پر بنسټ ګناه د ټولو وګړو لپاره یو نړی وال مشکل په نظر کې نیول شوی ده چې کولای شې ټول انسانان بې له کوم توپیر نه د هغه تر اغیز لاندی راشی.

د ګناه مفهوم زمونږ د سپیڅلې کتاب هم په زړې لوزنامې(تورات او د انبیاو صحیفی) کې او هم په نوې لوزنامه (انجیل) کې ریښه لرې. په زړه لوزنامه کې، ګناه د پاک خدای له هغو لارښونو نه چې د موسی يیغمبر په وسیله هغوی ته ورکړی وو او هغو سرغړونو ته ویل کیږی چه د پاک خدای له اصولو نه خلاف وو. او په نوی لوزنامی او یا انجیل کې عیسی مسیح د ګناه د مشکل د حل کونکی په توګه مونږ ته راپیژندل شوی ده چې د خپل ژوند، مرګ او بیرته راژوندی په وسیله ټولو وګړو ته بښنه او ژغورنه ور په برخه کړه.

په سپیڅلی انجیل کې لولو:

«ځکه چي ټولو ګناه کړی ده او د خدای دی جلال نه بې برخې دي. خو ټول د خدای په وړیا فضل سره د عیسی میسح په وسیله چې هغوی یې د خپلو ګناهنو نه خلاص کړي دي، عادل ګڼل کیږي.

خدای مسیح د دی دپاره وټاکه، ترڅو خپله وینه د خلکو د ګناهونو د بخښنی په خاطر چې په هغه په ایمان راوړلو سره تر لاسه کیږې، یوه وسیله شي. خدای دا کار د دی دپاره وکړ خپل عدالت ښکاره کړي، ځکه چې خدای صابر دی او په تیرو ګناهونو باندي سترګې پټوي.» (رومیان ۳: ۲۳ – ۲۵)

د پاک خدای د کلام د دی حقیقت پر بنسټ مونږ تاسی ګران لوستونکې دي ته را بولو چې په عیسی مسیح باندی له ایمان روړلو پرته هیڅ ځای کې ژغورنه نشته. څوک چې د روپیو په خرڅولو د اوږدو سفرنو په کولو په زیارتونو او په نورو ځایونو کې ژغورنه لټوي د دوی دا هڅه هیڅ د خلاصون پایله نه لری. په فارسی کی یو شعر ده چې وایی:

«آب در کوزه و ما تشنه لبان می‌گردیم+یار در خانه و ما گرد جهان می‌گردیم.»

پاک خدای دی په خپل فضل سره تاسې د خپلو ګناهنو له جزا نه وژغوري.

وروستي مقالې