عیسی مسیح لکه نورو پیغمبرانو یو پیغمبر نه ده

  ۵ جون ۲۰۲۳

د عیسی مسیح له راتګ نه مخکې د نړی په تاریخ کې ډیر پیغمبران تیر شوې دی چې هر یوه هغه ماموریت چې د پاک او حقیقی خدای له خوا ورته سپارل شوی وه به پوره کولو ورسته له دي نړی نه رخصت شوې دې او په آخر کې عیسی مسیح نړی ته راغی. اما عیسی مسیح له ټولو پیغمبرانو نه یوځانګړی شخصیت ده او له هغو نه ډیر توپیر لرې. باضی خلک په دې باور دی چه عیسی مسیح هم لکه نورو پیغمبرانو یو پیغمبر وو او د هغه له ډیرو ځانګړو خصوصیاتونه سترګې پټوی. په دی لنډه لیکنه کې کوشش شوی چې د عیسی مسیح د ژوند، تعلیم او دهغه اغیز په رڼا کې دا توپیر وښیو چی عیسی مسیح له یوه پیغمبر نه ډیر لوړ او متعال مقام لری.

 لومړی ځانګړتیا د تاریخ پر بنسټ:

د دي لپاره چې د عیسی مسیح ځانګړی توب ښه و پیژنو، ضروری ده چې مونږ په هغو تاریخې شرایطو کی چې هغه د پاک خدای د ارادی سره سم نړی ته راغی او ژوند یې وکړ په نظر کې ونیسو. عیسی مسیح له یوې باکری نجلی د روح القدس په وسیله په معجرانه ډول په فلسطین کې وزیږید. په دی وخت کې فلسطین د رومی امپراطوری تر ښکلیلاک لاندی وو او ټوله نړی د یوه ژغورونکې په انتظار کې شپې او ورځی تیر ولې. په داسې یوه چاپیریال کې عیسی مسیح ظهور وکه او د هغه وخت د ټولو حاکمو اصولو په مقابل کې د انسان د ژغورنی لپاره ودرید او د پاک او حقیقی خدای د پادشاهی او د ژغورنی په اړه یې نوی لید لوری وړاندی کړ.

دویمه ځانګړتیا، تعلیم او پیغام:

د عیسی مسیح تعلیم له ټولو نورو پیغمبرانو څخه په بشپړ ډول توپیر لری. نورو پیغمبرانو د پاک او حقیقی خدای پیغام خلکو ته رسولی ده، اما عیسی مسیح چې د پاک خدای له خدا هغه ده خپل زوی لقب ورکړ شوی ده په خپل بشپړ اقتدار و سلاحیت سره یی تعلیم ورکړی ده. د هغه کلام د پاک خدای کلام ده او د هغه لار ښونې د پاک خدای لارښونې دې. عیسی مسیح په خپله مشهوره د غره په سر موعظه کې، د روحانې اصولو یو نوی او اساسی تفسیر یی وړاندی کړ چه په هغه کې د انسان او خدای تر مینځ او د یوه انسان د بل انسان تر مینځ پر مینې، بښنې او زړه سواندنې باندی کلک زور اچول شوی ده. عیسی مسیح ډیری معجزی هم کړی چه د هغه د ادعاوو او د هغه ځانګړی اړیکه له پاک خدای سره ثابتوی.

دریمه ځانګړتیا، په عیسی مسیح کې د ټولو انبیاوو د نبوتنو عملی کیدل:

د عیسی مسیح ژوند او کارونه هغه نبوتونه ثابته کړی دی چې د هغه په هکله تیرو انبیاوو په تورات، زبور او د انبیاوو په صحیفو کې پیشګوی کړی وه. دا ټول نبوتونه چې د مسیحا د راتګ پیشګویی کوې او دا هم پیشګویی کوی چه هغه ټول انسانان په ګناه کې له مړینې نه ژغوری. د عیسی مسیح په زیږیدنه، ژوند، مړینه او له مرګه بیرته راژوندی کیدلو کې دا ټول نبوتې توقعات پوره شوې دی چې هغه له ټولو نور پیغمبرانو نه خانګړی کوی.

څلورمه ځانکړتیا، د عیسی مسیح اغیز په ټوله نړی کې:

د عیسی مسیح تاثیر د هغه له خپلی زمانی نه چې د مځکې پر مخ یې ژوند کاوه تر اوسه او تر ابده به دوام لری. مسیحیت چې پرعیسی مسیح او د هغه پر تعلیم ولاړ ده په ټوله نړی کې تر تولو لویه عقیده او ایمان تشکیلوی او د عیسی مسیح پیروان می‌لیاردونو خلکو ته رسیږی. د عیسی مسیح پیام چې مینه، بښنه او ژرغونه ده د نړی په هر ګوټ کې په مختلفو قومونو، ټولنو، هیوادونو او د مختلفو ژبو خلکو کی تر غوږ کیږی. د عیسی مسیح تعلیم له تعلیم نه صرف د هغه پیروان پیروې نه کوې بلکه نور خلک هم د هغه له اخلاقی او د بشری حقنو له تعلیم په ټوله نړی کې ګټه اخلې.

پنځمه ځانګړتیا، له مرګه بیرته راوژوندې کیدل:

د عیسی مسیح له مرګه بیرته راژوندی کیدل د هغه اصلې هویت مونږ ته په ګوته کوې. په حقیقت کې عیسی مسیح مرګ ته په ماتې ورکولو او بیرته راژوندې کیدلو دا ثابته کړه چې د تل لپاره ژوندی ده. نور ټول پیغمبران مړه او خاوری شوی دی. د عیسی مسیح له مرګه بیرته راژوندی کیدل مونږ چې له هغه نه پیروی کوو ځانګړۍ اهمیت لری. که عیسی مسیح له مرګه نه وای راژوندی شوی زمونږ ایمان پر هغه باندی بی ځایه وو. عیسی مسیح حقیقتاً د یوه ځانګړی او بینظیره شخصیت خاوند ده. په سپیڅلې انجیل کی لولو: «خدای د نړی سره داسې مینه وکړه چې خپل یوازینی زوی یې ورکړ، ترڅو هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي نو هلاک به نشی، بلکې تلپاتې ژوند به ولرې.» (یوحنا ۳: ۱۶)


وروستي مقالې