څلور انجیلونه یو انجیل

  ۳۰ مې ۲۰۲۳

زمونږ بعضی دوستان پر مونږ نیوکه کویی چې تاسې ولی یو انجیل نه لری څلور انجیلونه لري. او کله دوی داسې فکر کوی چې انجیل یا په عیسی مسیح باندي نازل شوی او یا هغه پخپله لیکلي او یایې بل چاته ویلې او هغه لیکلي ده او دا صرف یو کتاب ده. اما په حقیقت کې دا ټولې خبری د سپیڅلي انجیل په هکله حقیقت نه لری. بلکه څلورو لیکوالانو چې یا د عیسی مسیح شاګردان او یا هغه ته نږدی ایمان داران وو هر یوه د پاک او حقیقی خدای د روح په لارښونه خپلو لوستنکو ته د عیسی مسیح د خدمت او ژوند په هکله لیکنی کړی. هر لیکونکې هڅه کړي چې د عیسی مسیح د ژوند او کارنو په اړه داسې حقایق او اړخونه خپلو لوستنکو ته وړاندی کړی چې هغوی وکولای شې عیسی مسیح په ریښتنئ ډول و پیژنی او د هغه شاګردان شې.

د متی په روایت انجیل، زمونږ د سپیڅلې کتاب په نوې لوزنامه کې لمړی راځې. متی د عیسی مسیح د شاګردانو له جملې نه یو شاګرد وو.

هغه خپل روایت د عیسی مسیح د نسبت نامی نه په دي ټکو پیلوی: «د عیسی مسیح شجره چې هغه د داود پاچا د کورنۍ او د ابراهیم د اولادې څخه ؤ.» (متی ۱: ۱) متی، عیسی مسیح هغه مسیحا معرفی کوې چه د هغه د راتګ پیشګویی ګانې په تورات، زبور او د انبیاوو په صحیفو کې سل هاو کاله مخکی پاک خدای خبر ورکړی وو. د دی ټولو پیشګویی ګانو شمیره له دریسوه نه هم تجاوز کوې او دا ټول نبوتونه د عیسی مسیح د راتګ، ژوند، درد او رنځ څکل، مرګ او بیرته راژوندی کیدو کې عملې شوې دې.

دوم د مرقس په روایت انجیل ده. مرقس کوشش کړی چې عیسی مسیح هغو خلکو ته ور وپیژنې لکه مونږ افغانانو چې له زړی لوزنامی سره او یا له تورات، زبور او د انبیاو له صحایفو سره آشنایی نه لرله. مرقس خپل روایت د عیسی مسیح له خدمت نه پیلوی او لیکي:

«دا د خدای د زوی عیسی مسیح د زېري پیل دی.» (مرقس ۱: ۱) د مرقس په روایت انجیل د عیسی مسیح د کړنو انجیل او یا زیری ده. مرقس عیسی مسیح د پاک او حقیقی خدای د خادم په توګه معرفی کوې او هغه کارونه چې هغه ته سپارل شوي وو هغه تکمیلوی. مرقس نظر نورو انجیلنو ته د عیسی مسیح ډیرې معجزی ثبت کړی دی.

دریم د لوقا په روایت انجیل ده. دا انجیل هغو خلکو ته لیکل شوی ده چې په اصطلاح روښانفکران او یا تعلیم یافته خلک وو. لوقا خپل روایت په دي ټکو پیل کړی: «ما هم په خپل وار سره دا ټولې پیښي له پیل څخه په غور سره و څیړلې، نو راته ښه ښکاره شوه چې هغه تا سو ته په ترتیب سره ولیکم. دا کار د دې د پاره کوم ترڅو ته د هغو ټولو شیانو په هکله چې ورڅخه خبر شوی یې، په حقیقت پوه شې.» (لوقا ۱:۳ ، ۴)

لوقا کوشش کړی چې د عیسی مسیح کاملاً انسانی آړخ په خپل لیکنه کې انځور کړی او مونږ ته یی را و پیژنې.

څلورم د یوحنا په روایت انجیل ده. یوحنا د پاک خدای د روح په رهنمایی خپل روایت د عیسی مسیح په هکله لیکلی ده. هغه پخپله د عیسی مسیح له لمړنیو شاګردانو له ډلې نه وو. هغه د عیسی مسیح د ژوند او د هغه د ټولو کارنو عینی شاهد وو. هغه په خپل روایت کې د عیسی مسیح دا حقیقت ثبت کړی چه هغه په ازل کی له پاک خدای سره وو او انسانی جامه یی واغوسته او ځمکې ته راغی.

یوحنا د خپل روایت د لیکلو مقصد په دی ټکو بیان کړی ده:

«عیسی د خپلو شاګړانو په حضور کې ډیرئ نورې معجزې وښودلې چې په دې کتاب کې نه دې لیکل شوې. خو دا نښې د دې دپاره لیکل شوي دی چې تاسو په دې ایمان راوړئ چې عیسی هماغه مسیح دی او د خدای زوی دی او په هغه باندې په ایمان راوړلو سره به د هغه په نوم تلپاتې ژوندون ولرئ.» (یوحنا۲۰: ۳۰ و ۳۱)

یو څه موضوعات دې څلور واړو انجیلونو کې تکرار شوي او څه موضوعات صرف په یوه انجیل کې شتون لری، او د دوی د لیکنو تر مینځ هیڅ ډول تضاد نه لیدل کیږی. په حقیقت کې دا څلور واړه انجیلونه یو انجیل او یا صرف یو زیری د یوه شخصیت یعنی د عیسی مسیح په هکله ده. ترڅو مونږ دا شخصیت چې عیسی مسیح ده ښه و پیژنو او پر هغه د خپل ژغورنکې په حیث ایمان راړو.


وروستي مقالې