مجلۀ حقیقت

  ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۵

راسه یوسو زه او ته
خدای ته وایو د خپل زړه
خدایه مونږه کړه دوستان
یو بل ومنو له زړه

  کتابونه ټول له خدای
راکېږلي خپله،خدای
ستا کلام دی معجزې
انسان پوه نده پخدای

لا پوه نه په معجزو يې
خدای له زړه نه کله پوه یې
نه خوشحالیږی پر وژلو
مینه وغواړه که پوه یې

خدایه ټول سره یو ځای کړه
قدرت ستا ده ټول یو راکړه
انسان وزغمی یو بل
تا ته وصل لکه خدای کړه

له نفرت کره لکه  بې زاره
یو انسان غاړه په غاره
خدایه یو سي یو انسان
ته رحیم سه زمونږ لپاره

خدایه وژغوره دنیا
مینه وکړه مینه بیا بیا
واړه ټول سره یو ځای
خدایه تا غواړو رښتیا
( پاینده  خان)

وروستي مقالې