خدای د زموږ سره

  ۱۰ ديسمبر ۲۰۱۲

په مقدس انجیل کی راغلی دی، زه لاره، رپښتیا او ژوند یم. هیڅوک بی له ما نشی کولای پلار (خدای) ته ورسیږی. او ده مقدس انجیل په بل ځای کی راغلی دی:« پرته له عیسی مسیح له گناه څخه ده بشریت ژغورل د امکان څخه لیری ده. ځکه د دی آسمان لاندی بل چا ته د ژرغونکی نوم نه دی ورکړ شوی. یواځی عیسی مسیح د بشریت ژغورنکی دی.» اوس د عیسی مسیح د بشریت د ستر ژرغونکی د زیږیدنی په هکله لنډ مطلب گرانو لوستنکو ته وړاندی کوم.
د عیسی مسیح مور مریم، یوسف ته نومولی شوی وه. مخکی له دی چه مریم د خپل خاوند کور ته واده شی، د پاک خدای د سپیڅلی روح په قدرت حامله ولیدل شوه. یوسف په مریم باندی پوره باور درلود چه هغه ډیره پاکه و سپیڅلی نجلی ده. له دی کبله یی و نه غوښتل چه د مریم په هکله بد فکر وکړی. په دی وخت کی د لوی خدای فرشته د یوسف په خوب کی راغله او یوسف ته یی وویل: «ای یوسفه! د داود د اولادی زویه خپل کور ته د مریم له بولو څخه مه ویریږه. ځکه چه مریم د سپیڅلی روح په وسیله حامله شوی ده. او هغه به یو زوی و زیږوی چه د هغه نوم به عیسی مسیح وی. او هغه څوک چه په هغه ایمان رواړی هغه به له ټولو گناهنو څخه ژغورل کیږی.»
دعیسی  مسیح زیزیدنه
هماغسی چه په تورات او زبور کی لیکل شوی وو په حقیقت کی همداسی وشوه، هغسی چه لوی خدای ژمنه کړی وه.
«په دی پوه شه چه باکره به حامله شی او زوی به وزیږوی چه د هغه نوم به عمانویل وی. او عمانویل یعنی خدای له زمونږ سره.»
کله چه یوسف له خوبه راپاڅید هر هغه څه چه د لوی خدای فرشتی ورته لارښونه کړی وه هغه همداسی وکړه. مریم یی خپل کورته راوستله څنگه چه وړاندوینه یی شوی وه عیسی مسیح وزیږید. پاک خدای د انسان په جسم کی بشریت ته د ستر خدمت لپاره ځمکی ته راغی.
عیسی مسیح چه فرمایلی دی: «زه قیامت یم او زه ژوندون یم.»
واقعاً هغه قیامت او ژوند دی. لکه څه رنگه چه عیسی مسیح د عبادت خانی مشر ته وفرمایل: «مه ویریږه خو ایمان لره.» که هر څوک چه په عیسی مسیح ایمان ولری کولای شی په عیسی مسیح کی ابدی ژوند تر لاسه کړی.
«زه قیامت یم او زه ژوندون یم.که څوک په ما ایمان لری.که هغه مړ هم شی نو هغه به بیا ژوندی وی.»(یوحنا ١١: ٢٥)
(نوشتۀ پارسا)

وروستي مقالې