جنت د سپیڅلي انجیل د لید پر بنسټ

  ۸ فبروري ۲۰۲۳

په دی ورځو کي په ټولنیزو رسنیو کې د جنت په هکله ډیري خبری کیږي، څوک یوڅه او څوک بل څه وایې. څوک نظر ورکویې چې په جنت کې هر هغه د خوړلو څیزونه چې زمونږ خوښیږي پریمانه زمونږ لپاره شتون لری. حتا که داسې د خوړلو څیز چې زمونږ په خیال کې هم وګرځې همغه شیبه زمونږ مخ ته حاضره کیږي. څوک وایی په جنت کې ده شهدو، شرابو او شودو ویالې روانې وې چې مونږ څومره چې وغواړو تري نه څکلي شو. او بیا نور نظر لري چې په جنت کې جنتیانو ته د عیش او نوش هرڅه شته، او دوی په دې لړ کې حتا د نجنو او هلکانو خبری هم کوې چه د جنتیانو د خوښي لپاره وجود لري. هر څوک چې داسې خبری آوری له ځان سره وایی، آیا پاک خدای خپلو مومنانو لپاره داسې ځای برابر کړی؟ آیا سپیڅلی او مقدس خدای هم په داسې جنت کې حضور لري او د هغه په حضور کې دا کارونه کیږي؟

مونږ چه په عیسی مسیح باور لرو زمونږ نظر د جنت په اړه د پاک خدای د کلام پر بنسټ ولاړ دۍ. یو ځل عیسی مسیح خپلو شاګردانو ته وویل کله چې دعا کوۍ داسې دعا وکړۍ. هغه وفرمایل: «ای زمونږ آسمانې پلاره، ستا نوم دې پاک وي، ستا پاچاهي دې راشي ستا اراده دې په ځمکه هم پوره شي لکه څنګه چې په آسمان کې پوره کیږي.» (متی ۶: ۹ – ۱۰) په حقیقت کې هغه ځای چې په هغه کې پاک او مقدس خدای حضور لرې او د هغه اراده په کامله توګه پوره کیږې هغه ځای جنت ده.

کله چې عیسی مسیح په صلیب زړولو محکوم شو دوه مجرمان هم د هغه کیڼ او ښې اړخ ته په صلیب وزړول شول. یوه مجرم عیسی مسیح ته یې پیغور ورکړ او ویې ویل: «آیا ته مسیح نه یې؟ نو بیا خپل ځان او مونږ وژغوره. خو هغه بل مجرم هغه ورټلو او ورته ویې ویل: «آیا ته له خدایه نه ویریږې؟ ځکه چې په تا باندې هم د هغه په شان د مرګ حکم شوی دی. زمونږ سره انصاف شوی دی، ځکه مونږ د خپلو عملونو سزا راکول کیږی، خو دې سړي کوم غلط کار نه دی کړی.» بیا هغه وویل: «ای عیسی! کله چې خپلې پاچاهی ته ورسیدې، نو ما هم در په یاد کړه.» عیسی هغه ته وویل:«په یقین سره زه تاته وایم چې ته به نن زما سره په جنت فرودس کې اوسې.» (لوقا ۲۳: ۴۳)

مجرم سړی پر صلیب په عیسی مسیح باندی یې ایمان راوړ او عیسی مسیح هغه ته ډاډ ورکړ چه له هغه سره به په جنت کې وې. د دی مجرم سړی ژوند په جنت کې له همغه شیبی نه پیل شو چه په عیسی مسیح یې ایمان راوړ او له دی نړۍ نه له تګ وروسته تر ابده دوام مومې. مونږ چې په عیسی مسیح ایمان لرو، زمونږ لپاره جنت هغه ځای ده چې زمونږ ژغورنکۍ هلته حضور ولری. جنت یعنی د پاک خدای په حضور کې کامله ژوند کول او ده هغه له حضور نه خوند اخیستل دي. پای



وروستي مقالې