اختر ټولو ته مبارک

  ۱۲ ديسمبر ۲۰۲۲

 اختر ټولو ته مبارک


اختره شکر دی، چې راغلې

په انتظار در ته د ډیرې مودې ومه

 

اختر یوه لویه خوشحالې وې

چی زړونه اخلې پرې د عمر پیوندونه

 

له ټولو د مخه تاسو ته چه هر چیرته اوسې او په هرو شرایطو کې چه ژوندن کوې د عیسی مسیح د زیږیدو داختر مبارکې درته وایم، او له پاک خدای نه هیله کووم چه دا شپی او ورځی ده تاسو لپاره ده خوشحالی او له برکته ډکی وی.

مونږ په نړې کې په ملیونو د عیسی مسیح پیروان د عیسی مسیح د زیږیدو اختر په خپلو کلیسا ګانو کې په خپلو کورونو کې او نورو ځایونو کې په موعظو، د پاک خدای د کلام په لوستلو او اورولو، له موسیقې سره د خوشحالۍ په سرودونو او دعا ګانو په پرتمین ډول لمانځو. زمونږ هغه په ایمان کې را سره شریک عزیزان چه د خپل ایمان په خاطر تر سخته شرایطو لاندی ژوند کوی، لکه زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې دوی دا اختر د خپلو شرایطو سره سم په مختلفو شکلونو او حتا که هیڅ شرایط برابر نه وی دوی یې په خپلو زړونو کې په شانداره ډول لمانځې.

یو دود چی ده عیسی مسیح د زیږیدو په اختر کې مونږ ده عیسی مسیح ده پیروانو په مینخ کې شته، هغه یو بل ته د تحفی ورکول دی. مونږ د عیسی مسیح پیروان په دی باور یو چه عیسی مسیح د یوی تحفې په شکل مونږ ته راکړل شوۍ دۍ، مونږ هم لازمه ده چه یو بل ته تحفه ورکړو. دا مهمه نه ده چه دا تحفه څه شی وی او څومره ارزښت ولرې، بلکه مونږ په دی وسیله هم له پاک خدای نه شکرانه ادا کوو چه عیسی مسیح یی مونږ ته را کړ او هم هغه چا ته چه مونږ تحفه ورکو ښکاره کوو چه هغه مونږ ته با ارزښته او ډیر ګران دۍ.

د دې نه پرته ، مونږ د عیسی مسیح د زیږیدو اختر او یا کرسمس د کورنیو د یو خای کیدو په شکل هم لمانخو. په خاص ډول هغه اولادونه چه له کورنی لیری ژوند کوی په دی ورخو کی حتماً د خپل پلار او مور دیدن ته ورځی او له هغو سره یو ځای دا اختر لمانځې.

مونږ تا سو ګرانو ته هم بلنه در کوو چه راشې او په دی ریښتنی اختر کی له مونږ سره شریک شۍ.

په انجیل شریف کې لولو چه فرشته مریم ته خبر ورکوې:

«په تا به روح القدس نازل شې او د خدای تعالی قدرت به په تا باندې سیوری وکړي او له دې امله به هغه سپیڅلی ماشوم د خدای تعالی د زوی په نوم یاد شي.» (لوقا ۱: ۳۵)

پای

وروستي مقالې