خداوندا! رحمتت چقدر بی حد و بی انتهاست

  ۴ دقیقې ۳۰ ثانیې

  ۲۶ اګست ۲۰۱۹

ویډیو ډاونلوډ آډیو ډاونلوډ

برنامې متن / سرود متن

خدایه څومره چې بی حده رحم ستا دی (۲x)

داسې رحم محبت ما ته وښایه


رحمتونه ستا د حد نه چی سیوا دی (۲x)

معاف ګناه کړه زما، ما په سمه بیایه (۲x)


ما زما د ګناهونو نه صفا کړه

زما ټولې بدی ما ځینې په شا کړه (۲x)


ما منلې ده غلطي خدایه ټوله (۲x)

ما ګناه په مخکې ستا ټوله اوښوله (۲x)


کړی ما ده ستا ګناه زه قصور واریم

ستا په وړاندی زه قانع په دغه کاریم (۲x)


ای بخښونکيه زما چې ته صادق شي (۲x)

په خپل عدل د ثنأ صفت لایق شي (۲x)


زما شکل صورت جوړ دی په ګناه کې

د مور خیټه کې هم خدایه ګناه ګار ووم (۲x)


زه قیدی تم د بدۍ له پیدایش نه (۲x)

خدایه زه یم ګناه ګار له افزایش نه (۲x)