۵ دقیقې ۲۳ ثانیې
۲۶ اګست ۲۰۱۹
د خلاصۍ شوق مې په زړه کې را برسیر دی
زړه زما په انتظار د حده ډیر دی
ستا په پاکه وینه تل زما ایمان دی
همیشه مې زړه په دې باندې شادان دی (۲x)
(۲x)
زما سترګې په کتو باندې ړندې شوی
ستا وعدی د تسلئ ډیری اوږدی شوی
په لوګۍ کې اوچ د مشکو په مثال یم
بیا هم ستا له شریعته مالا مال یم (۲x)
(۲x)
وایه نور به خادم څومره انتظار کړی
دښمنان به رب زما کله په دار کړی
هغه څوک چې ستا د شرعی نه کنار دی
ګیرولو له زما په انتظار دی (۲x)
(۲x)
جوړې کړی یی په لار دی راته کندی
چې خبرې حقیقت نه شي څرګندی
دروغجن راپسې شوي دی په لاره
مدد وکړی ته زما پروردګاره (۲x)
د خلاصۍ شوق مې په زړه کې را برسیر دی
زړه زما په انتظار د حده ډیر دی
ستا په پاکه وینه تل زما ایمان دی
همیشه مې زړه په دې باندې شادان دی (۲x)
۲۶ اګست ۲۰۱۹
۲۶ اګست ۲۰۱۹
۲۶ اګست ۲۰۱۹
۲۶ اګست ۲۰۱۹
۲۶ اګست ۲۰۱۹
۲۶ اګست ۲۰۱۹
۲۶ اګست ۲۰۱۹
۲۶ اګست ۲۰۱۹