God! You are very merciful! (Psalm 51)

  4 minutes 30 seconds

  26 August 2019

Programme Script / Lyrics

خدایه څومره چې بی حده رحم ستا دی (x2)

داسې رحم محبت ما ته وښایه


رحمتونه ستا د حد نه چی سیوا دی (x2)

معاف ګناه کړه زما، ما په سمه بیایه (x2)


ما زما د ګناهونو نه صفا کړه

زما ټولې بدی ما ځینې په شا کړه (x2)


ما منلې ده غلطي خدایه ټوله (x2)

ما ګناه په مخکې ستا ټوله اوښوله (x2)


کړی ما ده ستا ګناه زه قصور واریم

ستا په وړاندی زه قانع په دغه کاریم (x2)


ای بخښونکيه زما چې ته صادق شي (x2)

په خپل عدل د ثنأ صفت لایق شي (x2)


زما شکل صورت جوړ دی په ګناه کې

د مور خیټه کې هم خدایه ګناه ګار ووم (x2)


زه قیدی تم د بدۍ له پیدایش نه (x2)

خدایه زه یم ګناه ګار له افزایش نه (x2)