Why Did Jesus Have to Die?

  3 minutes

Why did Jesus die? Was this necessary? What does this mean for us? Explaining why Jesus died.

Download

Programme Script / Lyrics

ګناه هغه خنډ دی چې د انسان او خدای تر منځ د اختلاف او جلا والي سبب ګرځي

که انسانان دخپلو کارونو او ګناهونو مسؤل دي نو هغوی ګناه کوي

نو بیا خدای ولي ددې پر ځای چې هغوی باید د خپلو کارونو ځواب ورکړي هغوی ژغوري؟

دا ځکه چې خدای مینه دی او ژوند ورکونکی.

هغهٔ انسان پېدا کړ چې له هغهٔ سره په مینه کې روحاني اړیکه ولري

خو انسان دا غوره کړ چی د خدای د ارادی پر خلاف کاروکړي او ګناه یې وکړ.

او موږ پدې توګه د خدای څخه چې د ژوند سر چېنه ده بېل شو

او ګناه هم د یو ویروس په شان د یو نسل څخه بل نسل ته انتقال شوه

د انسانانو په منځ کې خپره شوه، خلک یی د خدای او یو بل څخه جلا کړل

خدای د خپلو پیغمبرانو په وسیله له هغوی سره خبرې وکړې

حکمونه او نوي فرصتونه یی ورکړل چی د هغهٔ له قوانینو څخه پېروي وکړي ، خو انسانانو داسي ونکړل ، هغوی ګناه وکړه

او د ګناه ثمره هم چی موږ د خدای څخه جلا کوی مرګ دی.

لکه څنګه چی خدای په پوره ډول عادل دی هغهٔ نشو کولای په ساده ډول د انسان ګناهونه له پامه وغورځوی او وبخښي

ځکه چې خدای سپېڅلی او رېښتنینی دی او له ګناه سره مصالحه نه کوي

د هغه نه انعطاف مننونکی طبیعت دا مانا لري چی هغه باید د ګناه قضاوت وکړي او ګناهکار ته سزا ورکړي

نو آیا دا به زموږ پوری اړه ونلري چی د خدای بخښنه تر لاسه کړو او د هغهٔ قضاوت څخه لرې واوسو؟

مشکل دا دی چی انسانان د خدای حکمونه نشی پرځای کولی، مونږ د ګناه نه بغیر ژوند نشو کولای.

او موږ ځانونه نشو ژغورلی

نو داسی ښکارې چی موږ ټول محکوم یو

خو که خدای ونه غواړی چی د هغهٔ مخلوق مړه شي

هغه رحیم او مینه کوونکی ده، هغه غواړی چی مونږ بیرته راوګرځو ، او په ټول ژوند کې هغه له ځانه سره ولرو

خدای د پېړی په اوږدو کې د ابراهیم او بیا نورو پيغمبرانو له طریقه

خپل پلان لږ لږ را څرګند کړ بیا یې ژغورونکی راولېږه

چا چې د بشر د ګناهونو بیعه ورکړه

هغه ژغورونکی

عیسی دی.

هغه د خپل جلال ځای څخه چې په آسمان کې دی د انسان په څېره کې ځمکې ته راغی

او بی ګناه ژوند یې تیر کړ چی موږ یې هېڅکله هم نشو کولای.

بیا عیسی په خوښۍ سره زموږ ګناهونه په خپل واخیستل، زموږ سزا یانې روحانی مرګ یې په خپل قربانی سره یو ځل او د همیش لپاره لمنځه ویوړ

خو مرګ هغه ونشو ساتلی.

عیسی د قبر څخه راپورته شو، مرګ او ګناه ته یې ماتې ورکړه

هغه ددې سبب شو چې تر څو موږ وشو کولای له خدای سره خپلې رابطې ته بیا راوګرځو

خدای موږ سره مینه کوي، ځکه چی انسانان د دی وړتیا نلري چی خپل ځانونه بیرته سم کړي.

عیسی موږ د ګناه او مرګ څخه وژغورلو ، تر څو موږ خلاصون ومومو او له هغهٔ سره ژوند وکړو

اوس باید موږ هغه قربانی چی عیسی زموږ لپاره کړې ده ومنو

تر څو چې د خدای سره جوړه شوي اړیکې د آزادۍ څخه خوند واخلو