Can the Bible Be Trusted?

  3 minutes 4 seconds

How was the Bible written, how was it kept safe. Has it changed? How do we know that the Bible has not changed?

Download

Programme Script / Lyrics

آیا ، تر اوسه مو له خپل ځانه پوښته کړې چې ولې د عیسی پیروان باور لري چې

سپېڅلی کتاب نن هم هماغه اصلی لیکل شوی کتاب په شان دی؟

دا خکه چې سپېڅلی کتاب د خدای کلام دی چې د ۱۵۰۰ کلونو په اوږدو کې لیکل شوی دی .

په حقیقت کی دا د کتابونو یو کتابتون دی چی مونږ ته د خدای او د هغی د اخلاقی اصولو په اړه تعلیم راکوي چی د ټولو خلکو لپاره دی.

پدی کی تورات، زبور، انجیل صحیفې او د عیسی د پېروانو لیکونه هم شامل دي

چې د خالق خدای او دانسان د خلقت په هکله موږ ته کیسې بیانوي

ځینی خلک داسی ګمان کوی چی سپېڅلی کتاب د کلونو په تیرېدو سره

د زیاترو ژباړلو د شتون له کبله بدل شوی دی . خو دا سمه نده

سپېڅلی کتاب په لومړي ځل په دریو ژبو لیکل شوی دی او له هغهٔ ‍ٔ وروسته په نورو ژبو هم ژباړل شوی

تر څو هر څوک هغه په خپل مورنۍ ژبه کې ولوني

ځينی ژبی حتی څو ژباړی د سپېڅلی کتاب څخه لري، خو د ټولو پېغام یو دی

د سپېڅلي کتاب هره کاپی د اصلی لیکنی څخه شوی ده او د هغه سره سر ورکولای شو

د لرغونی آثارو بی شمیره ثبوتونه وجود لري چې اوسني ژباړې تصدیقوی.

د مثال په ډول ۹۸۱د سپېڅلي کتاب لرغوني لاسي لیکنې چې د میلاد څخه مخکې په دریمه پېړۍ او

په لومړۍ می‌لادي پېړی کې لیکل شوي دي ، مړه سمندر ته نږدې د شلمې پيړی په نیمایې کې پېدا شول .

چې ېو د دی لاسي لیکنو څخه د لوی اشعیا طومار دی

پدی طومار کی ۶۶ برخې د اشعیا د اوسني کتاب موجود دي

دا هغه کتاب دی چی د عیسی مسیح د ژوند او مرګ پېش بینی یې کړې ده

د اشعیا لوی طومار د اوسنی سپېڅلی کتاب د اشعیا کتاب سره یو شان دی

د سپېڅلي کتاب یوه برخه چی د عیسی په اړه موږ ته بیان کوي

د هغه د پېروانو په وسیله په لومړي پېړی کې لیکل شوی دی

هغوی به خپلی لیکنی نورو سیمو ته لیږل چې نورو پېروانو به دهغه تصدیق کاوه

بیا هغوی د هغه ٔ څخه کاپی اخیستلې او نورو ډېرو پېروانو ته به یې لېږل

د لرغونی سپېڅلي کتاب د لاسی لیکنو د ۲۵۰۰۰ څخه زیاتی نسخی چی مونږ ته د عیسی په هکله بیان کوي لاس ته راغلي دي

چې ټول هغه یو د بل سره یو شان دي او د اوسني سپېڅلي کتاب سره یو ډول دي

حتی یو کامله سپېڅلی کتاب چې په یونانی ژبه لیکل شوی وجود لري، چې د بریتاني په کتابتون کې د ننداری لپاره اېښودل شوی دی

دې سپېڅلي کتاب ته چې کویکس سینایه وایې په ۳۵۰ می‌لادی کال کې لیکل شوی چې، بلکل د اوسني سپېڅلی کتاب سره یو شان دی

سپېڅلی کتاب د نورو ټولو لرغونو لیکنو څخه چې تر اوسه لاس ته راغلي دي ډېري راپېدا شوي نسخې لري

دغه ټول ثبوتونه دا ثابتوي چې اوسنۍ سپېڅلی کتاب د هماغه اصلی آسمانی کتابونو څخه چې

زر ګونه کلونه مخکې لیکل شوي دي جوړ شوی دی .