Who Is Jesus Really?

  2 minutes 59 seconds

Who is Jesus? What did Jesus do? Why did Jesus do that?

Download

Programme Script / Lyrics

عیسی څوک دی؟

څه کار یې تر سره کړی؟

او ولی هغه کار تر سره کړ؟

عیسی په آسمان کی پاچاهی کوله

خو، انسان د ګناه اسیرشو .

انسان پر خدای ګران دی

او غواړی چی هغوۍ ازاد واوسي

نو ځکه عیسی مسیح ځمکی ته راښکته شو چی د خدای کلام او دهغهٔ پلان کامله کړي او انسان وژغوري

د خدای روح د معجزي په ډول په باکره انجلی چې مریمه نومیده جاری شوه

او هغه پرته د جنسی اړیکې څخه امېد واره شوه

څو می‌اشتې وروسته عیسی په یوه طویله کې وزېږېد

عیسی انسان دی خو هغه خدای هم دی.

نو ځکه هغه خپل ځان ته

د خدای زوی وایی

ددې لقب مانا دادی چې هغه خدای دی د انسان په څيره کي

د عیسی د خاصیت یو راز دادی چی زموږ فکر نشی کولای چی په پوره ډول په هغې پوه شی.

کله چی هغه په ځمکه کی ؤ ډیرې معجزی یې وکړې

په ځواک سره یې تعلیم ورکاوه

او بی ګناه ژوند یی کاوه

کامله ژوند چې هېڅ بل انسان یې تر سره کولی نشي

عیسی په خوښی سره خپل ځان د بشپړې هدیې په ډول زموږ پر ځای قربانی کړ

خو وروسته له دری ورځو

عیسی د مړو څخه راپورته شو

بیا راغی او خپل بریالیتوب یې پر ګناه او مرګ ثابته کړه

عیسی آسمان ته پورته شو.

چې بیا به هېڅکله مړ نشي

د همدی لپاره په هغو القابو او صفتونو چې دمسیح د پاره په تورات کې راغلي دي وستایل شو

لکه ژغورونکی، د خدای زوی، عمانویل، او د خدای ګډوری

عیسی مسیح وړاندوینی بشپړې کړی

زمونږ سزا یې وزغمله

او مونږ یې د ګناه څخه وژغورولو.

یوه ورځ به هغه بیرته راشي چی ټول خلک قضاوت کړي

خو د هغهٔ ژوند، مرګ او د مړو څخه بیرته راژوندی کیدل

زموږ لپاره د هغهٔ د رېښتنولۍ دلیل دی

د خدای کلام انجیل فرمایي : چې موږ باید توبه اوباسو

او په عیسی باندی له ګناه څخه د خپل ژغورونکی په حیث ایمان راوړو

تر څو له خدای سره د مینې نه ډکه اړیکه چې په پېل کې موجوده وه تجربه کړو

آیا تاسو خوښوۍ چی دا وړاندیز قبول کړۍ؟