۶ مارچ ۲۰۲۰
احیاء یا بیا ژوندي کېدل د مړانو
په مرقس فصل ۱۲ آیتونه ۱۸-۲۷ کې صدوقیانو غواړي عیسی مسیح ازموینه کړي او د مرګ وروسته ژوند په اړه پوښتنه کوي. صدوقیان د مرګ وروسته ژوند ته ایمان نه درلود او عیسی مسیح هغوی ملامت او ګمراه بولي. عیسی مسیح تشریح کوي چې په جنت کې واده نشته. عیسی مسیح په نړۍ کې لومړی کس و چې په صلیب باندې ووژل شو، په قبر کې ایښودل شو او په دریمه ورځ بیا ژوندي شو. یوازې هغه کسان چې لکه ابراهیم، اسحاق او یعقوب خدای ته ایمان لري، ژوندي کیږي. په بل عبارت، یوازې هغه کسان چې عیسی مسیح د خپل نجات ورکوونکي په توګه قبولوي، د جاویدانه ژوند خاوندان کیږي او کله چې عیسی مسیح بیا راشي، جلال موندلې جسدونه به ولري.…