خداوندا! ای خدای دارای لشکرها

  ۶ دقیقې ۱۳ ثانیې

  ۲۶ اګست ۲۰۱۹

ویډیو ډاونلوډ آډیو ډاونلوډ

برنامې متن / سرود متن

ربه زما د لښکرونو ربه

څه عجیبه ښکلۍ مسکن کې اوسې (۲x)


ستا په بارګاه کې زه سوالئ ولاریم

لکه د روح مې په بدن کې اوسې


(۲x)

زما ژوندی، ظاهر، باطنه خدایه

زه ثنأ خوان ستا د صفت یمه تل


د قسم قسم الوتونکو مرغو

لکه چې جالو کې اوسیږي بچی


(۲x)

ای د فوځونو لښکرونو ربه

دا ستا مسکن زما پناه ځای دی


دی بختور چې ستا په کور کې اوسې

همیشه ستا صفت ستاینه کوي


(۲x)

په زړه کې لار د شریعت ده ستا

دی مبارک تا سره مینه کوي


چی په صحرا د غم تیر شوی کله

دی جوړی کړی یی چینې هلته کې


(۲x)

برکتونه را وریږی پرې تل

باران د ژمۍ چې ړومبی وریږی


چرته چې خدای دی ځی صیحون ته رسی

شي یو په دوه یی طاقتونه سیوا


ربه زما د لښکرونو ربه

څه عجیبه ښکلۍ مسکن کې اوسې (۲x)


ستا په بارګاه کې زه سوالئ ولاریم

لکه د روح مې په بدن کې اوسې