The First and Last Sacrifice

  3 September 2023

Language: Pashto

We believe God so loved the world of helpless sinners that He gave His only begotten Son, lived without sin in the human flesh. That Son, Jesus Christ, died as a sacrifice for the sins of humanity. His life, because He is the creator of all humanity, is of greater value than the sum total of all human life. His death is, therefore, sufficient to pay the penalty for every human being's sins. In paying this penalty He has made it possible, according to God's plan for each person and for humanity as a whole, for us to have our sins forgiven and to be released from the death penalty.

زمونږ د مقدس کتاب او یا بایبل د لمړی کتاب په پیل کې وروسته له دې چې د پیدایښت په اړه خبرې کیږی، بیا وایی چې آدم او حوا د پاک خدای له امره په سرغړونه څنګه ګناه وکړه. دوی چې ګناه وکړه ځانونه یی بربنډ احساس کړل او له شرمه پاک خدای سره له مخامخیدو او نزدی کیدو ډډه وکړه. پاک خدای پر دوی ِغګ کوې او ځان ته یی رابولی، اما دوی ځانونه له هغه نه پټوې. بیا وروسته له دی بیانوې:

«څښتن خدای د حضرت آدم او د هغه د ښځی دپاره د حیوان د پوستکې څخه کالې جوړ کړل او هغوی ته یی ورواغوستل.» (پیدایښت ۳: ۲۱)

له دې آیت نه ښکاری، کله چې آدم او حوا سرغړونه کویې بیا هم پاک خدای پر هغوی رحم کویې او د حیواناتو په پوستکو د دوی ګناه یا شرم پټوې. دا په دی معنا ده چې حیوانات قربانی شوې او د هغوی په پوستکو پاک خدای د هغوی شرم او یا ګناه پټه کړی. دا لمړنی ځل ده چه د قربانی او کفاری په اړه د پاک خدای په کلام کې یادونه شوې. وروسته له دی د قربانی او کفاری په اړه د پاک خدای په کلام کی په تکرار یادونه شوې او بنسټیزه موضوع په کې تشکیلوې.

بیا وروسته د قربانی او کفاری مفهوم د زړی لوزنامی په نورو کتابونو کی په خاص ډول د لاویانو په کتاب کې پراختیا پیدا کوې. او په دی اره وایی چې ګناه بې له تاونه د حل لاره نه لری او د پوښولو لپاره یې لازمه ده د یوه بیګناه وینه تویه شې.

د پاک او حقیقی خدای له خوا د آدم او حوا د شرم او یا ګناه د ژویو په پوستوکو پوښول یوه نښه وه چې یوې بلی لویې او آخرینۍ قربانی ته یې اشاره کوله. د دی بشپړی او وروستنی قربانی په وسیله د ګنهکار انسان او د پاک او حقیقی خدای تر منځ رابطه له سره رغیده.

سره له دې چې آدم او حوا د پاک خدای له امره سرِغړونه وکړه که څه هم دوی یې و نه بښل، په بیړه یی هم په جزا او مرګ اخته نکړل. پاک خدای له خپل فیض او رحمت نه کار واخیست او د دوی شرم او یا ګناه یی وپوښله. د پاک خدای دا کار او نقشه د عیسی مسیح آخرینی، بشپړی او مهمی قربانی ته اشاره کوی چې په راتلونکې کې نړی ته راته.

د عیسی مسیح راتګ او د هغه قربانی د ګنهکار انسان د خلاصون لپاره په ټول انجیل کې مرکزی موضوع تشکیلوې. د عیسی مسیح قربانی پر صلیب، وکړای شول چې شړل شوی انسان بیرته پاک خدای سره یوځای کړی. سپیڅلې انجیل مونږ ته ځیری راکوې:

«خدای د نړې سره داسې مینه وکړه چې خپل یوازینی زوی یې ورکړ، تر څو هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړی نو هلاک به نه شی، بلکی تلپاتې ژوند به ولری.» (یوحنا ۳: ۱۶)

اوس ده هر چا لپاره د رحمت دروازه خلاصه ده چې د عیسی مسیح د قربانی په وسیله له پاک او حقیقی خدای سره سوله وکړې او له هغه سره یوخای شې. به غیر له دې د خلاصون هیڅ لاره نشته.


Recent Articles