Peace and Reconciliation Through Jesus Christ

  11 September 2023

Language: Pashto

Do not be anxious about anything; But in everything by prayer and supplication, with thanksgiving, let your requests be made known to God; and the Surely this brings true peace to the heart! Whatever circumstances we find ourselves in, and whatever concerns fill our hearts, the Lord our God calls us to take refuge in Him. He is willing and able to overcome them. to take upon us all. In His tender love for us He wants to exchange with us. He takes our cares and gives us His peace. What a wonderful exchange! Oh, how unspeakably good He is! He does not want one care to be ours. He will give us peace instead of guilt, and He will give us peace instead of sorrow.

مونږ افغانان په آزادی مین خلک یو، آزادی ته ډیر اهمیت ورکوو او هغه کارنامې چه زمونږ نیکونو د آزادی لپاره کړی په هغو ډیر ویاړو او په ویاړ یې یادونه کوو. مونږ ټولو افغانانو هغه غلیمان چې له هر لوری، هر ځایه، له لری او نږدی او په هره پلمه زمونږ په خاوره یې تیری کړی هغو ته مونږ ماته ورکړی او تیښتی ته اړ کړی دې. دا خبری د سیاسی آزادی په اړه وې او سیاسی آزادی د هر قوم او ملت لپاره خورا ډیره با ارزښته او اړینه ده.

اما د هر ملک او قوم لپاره یواځې سیاسی آزادی کفایت نه کوې د هغو د هوساینی، آبادی، پرمختګ او نورو ملکونو سره د سیال کیدو لپاره نورو آزادی ګانو ته هم ضرورت شته. که دا نوری آزادی ګانی له سیاسی آزادی سره یوځای نه وې، د یوه ملک او قوم سیاسی آزادی تل د له منځه تلو له خطر سره مخامخ وی. مونږ او تاسې په خاص ډول په تیره نیمه پیړی کې په تکرار له دی تجربی سره مخ شوی یو. پوښتنه پیښیږی له سیاسی آزادی سره جوخت نوری کومی آزادی ګانی ډیری مهمی دې؟

په دې آزادی ګانو کې یوه مهمه آزادی، آقتصادی خپلواکې او یا اقتصادی آزادی ده. اګرچه د دنیا ټول ملکونه ډیر زیات یو له بله سره په اقتصادی راکړی ورکړی کې سره نښتی دی، بیا هم ضرورت شته په آساسی شیانو پر خپلو پښو دریدل ډیره مهمه ده چې نور هیوادونه زمونږ له مجبوریتونو نه ناوړه ګټه پورته نه کړی او زمونږ سیاسی آزادی هم زیانمنه نه شې.

د اقتصادی آزادی ترڅنګ نوری آزادی ګانی، لکه وګړو ته د کار، تعلیم، د فکر او عقیدی د بیانولو آزادی او داسی نوری آزادی ګانی د ټولنی د سالمی ودی او پراختیا لپاره ډیری اړینې دي.

مونږ د عیسی مسیح پیروان لکه نورو وطندارانو د خپل ایمان پر بنسټ د وګړو آزادی ته ډیر ازرښت ورکوو. اما په څنګ کې یو ټکی روښانه کول غواړو، په هغه اندازه چې مونږ د خپلو خلکو د سالمو آزادی ګانو لکه د کار او تعلیم، فکر او بیان د آزادی د محدود کولو او ځپلو سره کلک مخالف یو، په همغه اندازه د افراطی غربی بی بندوباره آزادیو خپرولو سره هم له اساسه مخالف یو. زمونږ د آزادی په باره کې دا لید لوری د عیسی مسیح د تعلیم پر بنسټ ولاړ ده.

کله چې عیسی مسیح د ځمکی پر مخ ژوند کاوه، د هغوی ملک فلسطین د روم تر استعمار لاندی وو. کله کله آزادی غوښتونکو خوځښتنو سر پورته کاوه او د رومی استعمار له خوا ځپل کیدل او له منځه وړل کیدل. د فلسطین وګړی د رومی استعمار تر فشار لاندی ډیر ربړونکۍ ژوند تر سره کاوه. کله چې عیسی مسیح خپل عمومی خدمت پیل کړ، خلکو فکر کاوه چې عیسی هم لکه تیرو خوځښتنو، د آزادی لپاره د یوه نوی خوځښت لارښود ده او لارښونه یې کوې. اما عیسی مسیح وفرمایل، دی د محدودی سیاسی آزادی د لاسته راوړلو لپاره مځکی ته نه ده راغلی، بلکه د ټول بشریت له ګناه نه د خلاصون لپاره مځکی ته راغلی ده. هغه د ټولو او ډول ډول غلامیو ریښې په ګناه کې لیدلې او تر څو چې خلک له ګناه نه خلاصون پیدا نکړی دا غلامی ګانی به په مختلفو ډولونو دوام ولری. دا به له غرور نه ډکه خبره وی که مونږ ووایو د دنیا ټول قوتونو ته مونږ ماتی ورکړی او خپله د ګناهنو په درندو ځنځیرونو کې بند و اوسو. او که مونږ ځان د آزادی اتلان وبولو او په څنګ کې په لوی لاس خپل خلک له طبیعی او د پاک خدای له خوا منل شوی آزادی ګانو نه محروم وساتو دا هم لویه ګناه ده. عیسی مسیح وفرمایل:

«که تاسو تل زما په تعلیم باندې عمل وکړئ، نو په رښتیا به زما شاګردان یې او تاسو به حقیقت وپیژنئ او حقیقت به تاسو آزاد کړی.» (یوحنا ۸: ۳۱ – ۳۲)

کله چې یهودانو د عیسی مسیح دا خبری واریدی په ځواب کې وویل: «مونږ د ابراهیم اولاد یو او مونږ هیڅکله هم د چا غلامان شوې نه یو.»

عیسی هغوی ته وویل: «هر څوک چې ګناه کوې، نو هغه د ګناه غلام دی.» (لوقا ۸: ۳۴)

راځې د حقیقی آزادی د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکو تر څو په رښتیا آزاد شو.

Recent Articles