3 April 2026
مریم مجدلیه د عیسی مسیح له پیروانو څخه وه. هغې د عیسی مسیح د صلیب کېدلو پر وخت هلته حضور درلود، او د یکشنبې په سهار د عیسی مسیح قبر ته روانه وه، څو د عیسی مسیح جسد په خوشبویو (عطریاتو) تدهین کړي، خو له تش قبر سره مخامخ شوه. هغې په غم او اندوه کې د خپل استاد د قبر مخې ته ناسته وه. د عیسی مرګ د هغې د هیلو پای و، ځکه عیسی مسیح د هغې ژوند بدل کړی و او مریم مجدلیې ته یې نوی ژوند او نوې څېره (شخصیت) ورکړی و. د عیسی مسیح پرته د مریم مجدلیې ژوند بې معنا و، ځکه د یوې اوږدې بدمرغۍ، بې وسۍ، ناکامۍ او سپکاوي وروسته داسې څوک پیدا شوی و چې هغې ته یې د انسانیت ریښتینی مقام بېرته ورکړی و. خو اوس یې هیلې له منځه تللې وې. عیسی مسیح مړ شوی و. نور څوک کولی شول چې هغې ته شخصیت، هیله او زړه ورتیا ورکړي؟ هغې هم د نورو ټولو پیروانو په شان، هېڅکله د عیسی مسیح د بیا ژوندي کېدو تمه نه درلوده. خو کله چې د هغه د قیام خبر شوه، ډېره خوشحاله شوه. د هغې ایمان په عیسی مسیح رښتینی و. هغې د هر څه د پوهېدو څخه زیات د باور کولو او اطاعت کولو شوق درلود. عیسی مسیح هغې ته دا عزت ورکړ چې د خپل قیام لومړنۍ شاهده شي، او هغې ته یې دا ماموریت ورکړ چې د قیام لومړنی پیغام خپلو شاگردانو ته ورسوي.
قیام کړی عیسی، د قیام په هماغه لومړۍ ورځ، خپلو څو شاگردانو ته ښکاره شو. هغوی په یوه کور کې راټول شوي وو او د یهودي مشرانو له وېرې یې دروازې کلکې تړلې وې. خو قیام کړی عیسی ناڅاپه د هغوی په منځ کې ودرېد او ویې فرمایل: «سلامتيا دې پر تاسو وي.» د هغوی د وېرې په مقابل کې، هغوی یې آرامۍ او سلامتیا ته راوبلل. هغه خپله آرامي هغوی ته ورکړه.
د عیسی مسیح په لیدلو او له هغه سره په ملاقات کولو، شاگردان بدل شول. د هغوی ویره له منځه ولاړه او زړورتیا یې ځای ونیو. د عیسی قیام د انسان د ټولو وېرونو ځواب دی.
که مرګ د ژوند پای نه وي، او که له مرګ څخه لوړ ځواک موجود وي، او که د مرګ وروسته ژوند یو د جلال ډک ژوند وي، نو بیا ولې باید وېرېږو؟ انسان له ډېرو شیانو وېرېږي: د وږي پاتې کېدو ویره، د کور او هستوګنې له لاسه ورکولو ویره، د عزیزانو له لاسه ورکولو ویره، ناروغي او د بدن درد، د عزت او اعتبار له لاسه ورکول، او بالاخره مرګ! که عیسی ژوندی شوی وي، نو دا معنا لري چې داسې ځواک شته چې د ټولو دغو ستونزو څخه لوړ دی او د انسان پر ژوند واکمن دی. د مسیح قیام د دې ټولو وېرونو ځواب دی.
کله چې هغه هغو لسو شاگردانو ته ښکاره شو، توما د هغوی په منځ کې نه و. کله چې شاگردانو وویل چې هغوی قیام کړی عیسی لیدلی دی، هغه باور ونه کړ.
یوه اونۍ وروسته، عیسی بیا د شاگردانو په منځ کې ښکاره شو. دا ځل شکمن توما هم حاضر و. عیسی د هغه شک له منځه یووړ. د عیسی قیام نن هم د انسان شکونه له منځه وړلی شي: د خدای په وجود شک، د هغه په قدرت شک، د هغه په وعدو شک، د هغه په پلرني محبت شک. بس دا کافي ده چې له قیام کړي عیسی مسیح سره ملاقات وکړو. یقین او باور به د شک، تردید او بې امنۍ ځای ونیسي.
د مسیح قیام زموږ له وجود څخه هره اوښکه، هره ویره او هر شک لرې کوي. راځئ چې د مسیح د قیام دا د خوښۍ او امنیت راوړونکی پیغام هغو کسانو ته ورسوو چې په غم، ویره او تردید کې ژوند کوي