۷ اګست ۲۰۲۱
عیسی مسیح د نړۍ رڼا دی
په یوحنا فصل ۸ آیت ۱۲ کې لوستلی شو: عیسی خلکو ته وویل: «زه د نړۍ رڼا یم...» په ۱۱ آیت کې مخکې له دې موږ لوستلي چې مذهبي رهبران یوه ښځه چې په زنا نیولې وه، د عیسی مسیح په وړاندې راوړي تر څو چې د ډبرو وهلو سره سزا ورکړل شي. دوی غواړي عیسی مسیح ازمويښتي، مګر عیسی مسیح د الهی حکمت سره وایي: «هغه څوک چې له تاسو څخه بې ګناه دی، لومړی ډبره پرې واچوي.» ټول، د مذهبي رهبرانو په شمول، ډبرې ونه واچولې او هلته یې پرېښودل ځکه چې مقدس کتاب څرګندوي چې ټول ګناه کړې او د خدای د جلال څخه لیرې شوي دي. عیسی مسیح ښځې ته وویل: «زه هم تا ملامت نه کوم، لاړه شه او بیا ګناه مه کوه.» عیسی مسیح ګناهکاران محکوم نه کوي او …