۱۸ جون ۲۰۲۱
عیسی مسیح او سامریان
په انجیل یوحنا فصل ۴ کې موږ لوستلی چې عیسی مسیح هغه دیوالونه له منځه وړي چې موږ له یو بل څخه جلا کوي. عیسی مسیح هغه ځای ته لاړ شي چې سامریان ژوند کوي، یهودیان د سامریانو دښمنان وو. عیسی مسیح د نفرت او دښمنۍ دیوال ماتوي او هغه ځای ته ځي چې د یهودیانو دښمنان ژوند کوي. عیسی مسیح د یوې سامرۍ ښځې سره خبرې پیلوي چې په ژوند کې مشکلات لري. عیسی مسیح یو بل دیوال ماتوي ځکه چې یهودیان او یهودي رهبران له ښځو سره خبرې نه کوي، خو عیسی مسیح ښځو ته حیثیت او آبرو ورکوي. وروسته په یوحنا فصل ۴ کې لوستلی شو چې عیسی مسیح وایي چې یوه ورځ به راشي چې هر څوک به خدای په روح او حقیقت سره عبادت کړي. دلته عیسی مسیح غواړي…