۱۳ جولاى ۲۰۲۲
پلار - خدا زموږ نه پورته، زموږ نه لرې
خلک پوښتنه کوي: ولې خدا ته پلار وايئ، آیا دا کفر نه دی؟ موږ د مسیح پیروان یو چې هغه خدای لمانځو چې په خپل کلام کې ځان ته پلار معرفي کوي (خدا - زموږ نه پورته) او په خپل مینې او رحمت کې موږ ته اجازه راکوي چې دا پلار والی د خپل فهم له مخې درک کړو. پلار والی دا معنی لري چې د ژوند په ټولو مرحلو کې او زموږ په ټولو اړتیاوو کې زمونږ سره وي او موږ ته یوازې نه پریږدي.…