۲۳ فبروري ۲۰۲۰
عیسی مسیح د امپراطور مالیه ورکولو په اړه
په مرقس فصل ۱۲ آیتونه ۱۷-۱۳ کې لوستلی شو چې مذهبي رهبران غواړي عیسی مسیح په دام کې واچوي او پوښتنه کوي چې آیا امپراطور ته مالیه ورکول پکار دي یا نه؟ عیسی مسیح په ځواب کې موږ ته یوه لویه درس راکوي چې عبادت او پرستش باید یوازې خدای ته وکړل شي. د هر رومي سکې په سر کې د امپراطور نقش دی او د خدای نقش زموږ په وجود کې دی. خداوند انسان په خپل شکل او نارینه او ښځینه پیدا کړی دی. د انسان ګناه هغه له خدا څخه لرې کړ. موږ کولی شو چې د ګناه له توبې سره یو ځل بیا خپل ژوند خدای ته ورکړو.…