7 minutes 1 second
26 August 2019
یو کیسه درته کومه ای یارانو
ورته غوږ نیسې ملګرو هوښیارانو
حقیقت او محبت د خدای ته ګوره
دی بخښونکې دی د ټول ګناهکارانو
او یا قربانه
اوس د عیسا مسیح کیسه به درته بیان کړم
ورته ځیر شه چي ژوندون یی ښه عیان کړم
یو جینکۍ وه د داود له خاندانه
وه مریمه بي بي ډیره ښکلی ځوانه
دا یوسف ته کوژده نه وه په آشکاره
ښه سړی وه دا یوسف ښه په کرداره
فرشتې دخدای له خوانه نمایان شو
د مریم په ژبه حمد دخدای روان شو
دا فرمان وه د مریم بي بي لپاره
ته به شي له روح القدسه امیدواره
ستا زوی به دعیسی په نوم مشهوره شي
د شیطان د پادشاهی تخت به نسکود شي
پیشگویی دخدای کلام نه د میکاه وه
بیت الحم که پیدا شو دا رښتیا وه
او یا قربانه
ګران مسیح چي بیت الحلم کی پیدا شو
وه یو ستوری چي ځلانده په رڼا شو
له ختیځه چی لیدلی مجوسیانو وه
هیرودیس بادشاه له دینه پریشان وه
هیرودیس بادشاه چی واوریده حیرانه
قتل عام دماشومانو شو روانه
دخدای امر شو یوسف مصر ته لارشه
چی قرار شي اوضاع بیا بیرته راشه
هیرودیس مړ شو یوسف جلیل ته راغې
معجزه وه داسی کار نظیر ته راغې
وه ماشوم چی په جلیل کې ښکلی ځوان شو
دیرش کلن په عمر وه چی په بیان شو
مسیح ډک و له حکمت، وقار، حیا نه
د تعمید غسل یی واخیست له یحیی نه
پس له غسله نازل شوی وه کوتره
ازلي چی روحانی زوی وه بهتره
او یا قربانه
څلویښت ورځی دوی روژه په بیابان وو
ډیره سخته تر آزمایشو د شیطان وو
هر سوال چی شیطان وکړه له عیسا نه
دا چولونه د ابلیس نه وه آسانه
ځوابونه د عیسی وه له زبوره
له توراته شو ابلیس زخم ناسوره
بیابان نه چی عیسی راغی په کار شو
یهودیانو ته بیا داسی په ګفتار شو
پادشاهی د رب راځي ټول توبه ګار شي
زړه له کومی په سجده او په اقرار شي
دا یو لنډه د عیسی مسیح داستان وو
له انجیل نه ډیره ښکلی یو بیان وو
وایم تاسو ته انجیل دخدای کلام دی
د خدای مینه، ژغورنه ښه پیام دی
اوس که غواړی چی پرې پوه شی ای یارانو
څوک شامل وه د عیسی په شاګردانو
راسې ولولې انجیل یو ځل لپاره
له اوله تر آخره په قراره (x3)