Salvation

  5 December 2025

Language: Pashto

Every human being who lives in this world, when they think about death or leaving this world, inevitably reflects on what they should do in their life to be saved from sins and not face hardship in the life after death. Some people strive every day to perform more prayers, observe more fasts, give charity, offer sacrifices, go on pilgrimages, and through doing these deeds, they hope to make up for their sins and be forgiven by the pure and holy God.

هر انسان چې په دې نړی کې ژوند کوې کله چې مرګ او یا له دې نړی نه تګ ورپیاد شی نو هرو مرو سوچ کوې چې پخپل ژوند کې څه وکړی چې له ګناهونو وژغورل شې او وروسته له مرګه ژوند کې مشکل و نلرې. څوک هره ورځ زیار باسې تر څو ډیر لمونخونه وکې، ډیری روزې ونیسی، خیراتونه ورکړی، قربانې ګانې ورکړي، زیارتونو ته لاړ شی او د دي کارونو په کولو وکولای شې چې د خپلو ګناهونو تاوان پری کړي او د پاک او سپیڅلي خدای له خوا و بښل شي.

او نور بیا خپل ځان او یا جسم ته جزا ورکوي یعنی ریاضت کوي تر څو د دوی روح پاک شې او وروسته له مرګه ژوند یې ښه وې. کله چې له داسې خلکو نه پوښتنه وشې، تاسو چې دا کارونه کوي په ټینګه باوري یاست د دي کارنو په کولو ستاسو ټول ګناهنونه بښل کیږی او راتلونکي ژوند به مو ښه وې؟ په عام ډول  دوی په ټینګه باوری نه وی او نه پوهیږی چې د دوی وروسته له مرګه ژوند به یې څه ډول وي. په دي نا مطمئنه حالت کي ژوند کول یو تعداد خلک دی ته اړ باسې چې د دوی په نظر داسې عمل کوې چې د هغه په کولو بی له کوم سوال او ځوابه او په قطعی ډول جنت ته ځې او دا کار عملاً کوې. په خواشینې سره دوی دې ته هیڅ فکر نه کوې چې دې هدف ته د رسیدو لپاره دوی څومره خلک وژنی. څوک چې دا کار ترسره کوې دوی په دې باور وې چه کافران او یا بیدینان وژنې. آیا زمونږ په وطن افغانستان کې په زر هاو خلک چې  د دې د جنت د عاشقانو په ځان وژنو کې چې ووژل شول، دا ټول کافران او بیدینان وو؟ آیا پاک او مطلق عادله خدای داسې قاتلانو ته بیا شاباش وایی او په جنت کډ‎ې د خپل څنګ کې په لوړو مقامونو کې کینوی؟ یا عادله خدای قاتلانو ته سخته سزا ورکوي او په ابدی اور کې یې سوځوي؟

په سپیڅلی انجیل کي لولو:

«هغه مونږ ته خلاصون(نجات) راکړ، خو نه د هغو نیکو کارونو له امله چې مونږ کړي وو، بلکې د هغه د رحم په وسیله مو تر لاسه کړ او رح القدس د وینځلو په وسیله مونږ ته نوی زیږون او نوی ژوند راکړ. هغه زمونږ د خلاصونکي عیسی مسیح په وسیله روح القدس په پریمانه توګه په مونږ باندې نازل کړ. تر څو د هغه د فضل په وسیله عادل وګڼل شو او د هغې هیلې له مخې چې مونږ یې لرو، د تلپاتې ژوند وارثان شو.» (تیتوس ۳: ۵ – ۷ )

عیسی مسیح فرمایی: «زه لاره یم، زه حقیقت یم او زه ژوندون یم. هیڅوک نه شی کولای پرته له زما په وسیله پلار ته ورشي» (یوحنا ۱۴: ۶)

د ژغورنې یواځنې لار په عیسی مسیح کې ده او هغه هم صرف پر ایمان ولاړه ده نه د ځمونږ د ښو کارنو پر اساس. پرته له عیسی مسیح نه پاک خدای ته د رسیدو لپاره بله هیڅ لاز نشته. دا ټولې نورې چې ادعا یې کیږی دا ټولې غلطی دي او پایله یې نا امیدۍ، درد او غم ده.


Recent Articles