Oh Believers Of All Ages, Come

  5 minutes 39 seconds

  26 August 2019

Programme Script / Lyrics

راځې ایماندارو په زړه هر زمان (x2)

وکړو شکر حمد و صفت دا رحمان (x2)

راځې ایماندارو په زړه هر زمان (x2)


دا ځمکې اقوام له هغه دی خوشحال

کارونه یې کړی دی ټول با کمال


خدای برکتونه نازل کړل بی شمار

ښادی به کوو د هغه په دربار


راځې ایماندارو په زړه هر زمان (x2)


څه وخت کې چه وو مونږ بچی ماشومان

رب راکړه نعمت د پاک حوض هغه آن


هم په ژوندون کې یی راکړو ژوندون

مسیح راغئ مونږ ته په طور د ښه شپون


راځې ایماندارو په زړه هر زمان (x2)


د خطر په وخت کړی هغه حفاظت

چه مونږ شو حیران وي تیار هدایت


چه مونږ شو بی وس په هغه کړو توکل

هغه به مدد ته تیار وي هر ځل


راځې ایماندارو په زړه هر زمان (x2)


د روح القدوس او د زوی او د پلار

تمجید او صفت او ثنا ده په کار


څه رنګه چی وو په ازل کې عیان

اوس هم دی او وی به تر تل هغه شان


راځې ایماندارو په زړه هر زمان (x2)

وکړو شکر حمد و صفت دا رحمان (x2)

راځې ایماندارو په زړه هر زمان (x2)