Happy Week

  10 April 2023

Language: Pashto

This week is a special and blessed week for us who believe in Jesus Christ. The special feature of this week for us is that many of the events that the previous prophets announced about the Messiah or Jesus Christ happened in this week and it also makes up three parts of the Bible.

دا اونۍ د اپریل د می‌‌اشتی له دویمی چه د یکشنبه ورځ وه نیولی بیا تر راتونکي یکشبه پوری مونږ چې په عیسی مسیح ایمان لرو زمونږ لپاره یوه ځانګړي او مبارکه اونۍ ده. زمونږ لپاره د دې اونۍ‎ ځانګړېتوب په دې کې دي چې په دې اونۍ کې ‌ډیر هغه پیښۍ را منځ ته شوی چې تیرو انبیاوو د مسیحا او یا عیسی مسیح په اړه له مخکې خبر ورکړی وو او د سپیڅلی انجیل دریمه برخه هم تشکیلوی. د دی اونۍ د شروع په یکشنبی عیسی مسیح له خپلو شاګردانو سره اورشلیم ښار ته داخلیږې. ډیر خلک د هغه استقبال ته راوتلې وو. په هغه لاره چې هغه تیریده خلګو په خپلو کالیو لاره فرش کړی وه او په لاسونو کې یې د خرما او یا د نخل پاڼې ښورولي او «مونږ ته نجات راکړه» شعارونه یې ورکول. عیسی مسیح لکه د یوه پاچا په شان استقبال شو چې د شاهی داخلی په نامه هم یادیږی. بیا په همدغه اونۍ کې عیسی مسیح عبادت ګاه ته لاړ او هغه یې له صرافانو نه پاک کړ او له خپلو شاګردانو سره غوره ماښامی ولمانځه او د شاګردانو پښي یې و وینځلي او وې فرمایل: «زه تاسو ته نوی حکم درکوم: د یو بل سره مینه کوئ، لکه څنګه چې ما ستاسو سره کړی ده، نو تاسو هم باید د یو بل سره مینه وکړی.» (یوحنا۱۳: ۳۴) په همدی اونۍ کې عیسی مسیح د یهودی مذهبی رهبرانو له خوا ګرفتاره کیږی، سپکاوي ورته کیږی، وهل کیږی او په هغه بی بنسټه تورونه لګوي. هغه وخت فلسطین د روم د حکومت تر اشغال لاندی وو او یهودی رهبرانو د چا د اعدام کولو صلاحیت نه درلود نو عیسی مسیح یې رومی والی ته د وژلو لپاره وسپاره. رومی والی هم له عیسی مسیح نه پوښتنې وکړی او وې ویل عیسی داسې ګناه نه ده کړی چې د مصلوب کیدو وړ وې. اما د یهودی مذهبی رهبرانو د فشار پر بنسټ هغه د عیسی مسیح د مصلوب کیدو امر ورکړ.

د همدغی هفتې د جمعی په ورځ عیسی مسیح په صلیب وزړول شو. په صلیب له سا ورکولو ورسته د هغه جسد د جمعی په ماښام په یوه نوې جوړ شوې قبر کې کیښودل شو. راتلونکې ورځ د شنبی ورځ وه چې د یهودانو لپاره خاص ورځ ده نو اجازه نه وه چې مړی په صلیب زړولی پاتې شې او نه هم اجازه وه چې د شنبې په ورځ مړی خاورو ته  وسپارل شې. نو ځکه عیسی مسیح د جمعی د ورځی په ماښام په یو قبر کې چې د یوه غار په شکل کې و خارو ته وسپارل شو. په هغه وخت کې قبرونه د یوه لوی غار په شان جوړیدل چې دننه په کې طاقونه جوړ شوي و چې مړې به يې هلته کیښودل او د غار خوله به یی په یوې لوی تیږی لکه د ژرندی تیږه بندوله. ځکه د عیسی مسیح مړی په بیړه خاورو ته وسپارل شو، د هغه وخت د رسم په اساس د هغه په جسد باندی خوشبویه دواګانی نه وی وهلی. نو د عیسی مسیح پلویانو غوښتل دا رسم د یکشنبی په ورځ پوره کړې. په سپیڅلی انجیل کې لولو: «د یکشنبې په ورځ سهار وختي ښځو هغه تیار کړي خوشبویه تیل د ځان سره واخیستل او قبر ته لاړې. هغوی ولیدل تیږه د قبر د خولې نه رغړول شوې وه. کله چې د ننه ورغلې، نو د عیسی مسیح مړی یې هلته پیدا نه کړ.» (لوقا۲۴: ۱-۳)

کله چې ښځو د عیسی مسیح جسد پیدا نه کړ، نو په بیړه  لاړی او د عیسی مسیح نږدی شاګردان یې خبر کړل. «نو پطرس او هغه بل شاګرد ووتل او د قبر خواته لاړل.» (یوحنا ۲۰: ۱-۳) دا دواړه شاګردان قبر ته ننوتل وي لیدل چه کفن او هغه دستمال چه د هغه سر ورباندي تړل شوې وو هلته وو اما د عیسی مسیح جسد نه وو. «نو باور یی وکړ. ځکه چې هغوی لا تر دې وخته پورې د خدای په کلام باندې پوه شوې نه وه چې ویلی یې وو چې عیسی باید له مړو نه بیا راژوندی شې.» (یوحنا۲۰: ۱-۹)

وروسته له دی عیسی مسیح خپلو شاګردانو ته ظاهر شو. «د هماغی یکشنبی په ما ښام کله چې شاګردان د یهودیانو له ویرې د تړلو دروازو شاته سره راټول شوي وو، عیسی راغی او د هغوی په منځ کې ودریده او ویې ویل: «سلام دې وي پر تاسو باندی!» کله چې هغه دا وویل نو هغوی ته یی خپل لاسونه او خپل بغل وروښودل» کله چې شاګردانو خپل استاذ ولیده نو ډیر خوشحاله شول.» (یوحنا ۲۰: ۱۹-۲۰)

عیسی مسیح د څلویښت ورځو په اوږدو کې په تکرار او په مختلفو ځایونو کې شاګردانو تا ظاهر شو او بیا کله چې شاګردانو لیدل آسمان ته ولاړ.

د دي مبارکۍ اونۍ په آځره یکشنبه عیسی مسیح له مرګ نه قیام وکړ چې مونږ یې د عید قیام، عید رستاخیز او یا لوی اختر په نامه هم یادوو.

د عیسی مسیح قیام او له مرګ نه بیرته راژوندی کیدل مونږ ته ځانګړی ارزښت لری.

د دویمی نړی والې جګړی پر مهال یوه عسکر د عیسی مسیح د قبام په هکله دا شعر لیکلی.

«که په مرګ ټول شیان آخرته رسیدل، نو شیطان باید خدای وای.

نو هر ناوړه وړ او هر بدرنګه باید ښکلی وای.

او یهودا باید خدای وای، ځکه د خدای ځوی یې قربانی کړ.

چې په یوه ښکل، ټوله نړی یې نفرین کړه تر څو دوزخ ته لاړ شې.

که عیسی له مرګه راژوندی شوی نه وای.

نو عیسی له مرګه راژوندی شوی ده.

ځکه چی عیسی له مرګه قیام کړی، د هغه ټولی وعدی د باور کولو دې.

ځکه چې عیسی له مرګه قیام کړی، هغه نن هم ژوندۍ ده.

ځکه چې عیسی له مرګه قیام کړی، هغه نن هم له مونږ سره شته.

ځکه چې عیسی له مرګه قیام کړی، ټول څیزونه د هغو لپاره چې له هغه پیروی کوې په ښه شکل مخ ته ځي.


Recent Articles