Following Jesus Christ

  20 November 2022

Language: Pashto

One day as Jesus was standing by the Lake of Gennesaret the people were crowding around him and listening to the word of God. He saw at the water’s edge two boats, left there by the fishermen, who were washing their nets. He got into one of the boats, the one belonging to Simon, and asked him to put out a little from shore. Then he sat down and taught the people from the boat.

۱یوه ورځ عیسی د جنیسارت د دریاب په غاړه ولاړ ؤ او خلکو یو بل سره ټېله کول چې ځانونه هغه ته ورسوي، ترڅو د خدای کلام واوري. ۲هغه ولیدل چې د دریاب په غاړه دوه کشتۍ ولاړې وې، خو ماهي نیوونکي ترې راښکته شوي وو او جالونه یې وینځل. ۳عیسی یوې کشتۍ ته چې د شمعون وه، وروخوت او د هغه څخه یې وغوښتل چې کشتۍ د غاړې څخه لږه لېرې بوځي. عیسی په کشتۍ کې ناست ؤ او له هغه ځای څخه یې خلکو ته تعلیم ورکاوه. ۴کله چې هغه خبرې پای ته ورسولې، نو شمعون ته یې وویل: «کشتۍ د اوبو منځ ته یو ژور ځای ته بوځه او تاسو خپل جالونه اوبو ته وغورځوئ چې ماهیان ونیسئ.» ۵شمعون ورته په ځواب کې وویل: «ای باداره! مونږ ټوله شپه خواري وکړه او هېڅ مو ونه نیول. خو که چېرې ته وایې نو زه به جالونه ورواچوم.» ۶هغوی همداسې وکړل او دومره زیات ماهیان یې ونیول چې نژدې ؤ جالونه وشلیږي.( لوقا ۵: ۱-۶)

کله چی هغه(عیسی) خبری پای ته ورسولی، نو شمعون ته یی وویل: «کشتی د اوبو منځ ته یو ژور ځای ته بوځه او تا سو خپل جالونه اوبو ته وغورځوی چه ماهیان و نیسی» شمعون ورته په ځواب کی وویل: «ای باداره! مونږ ټوله شپه خواری وکړه او هیڅ مو ونه نیول. خو که چیری ته وایی زه به جالونه ورواچوم.» هغوی همداسی وکړل او دومره زیات ماهیان یی ونیول چی نژدی وو جالونه و شلیږی. نو هغوی خپلو ملګرو ته چی په بله کشتی کی وو، اشاره وکړه چی راشی او مرسته ورسره وکړی. هغوی راغلل او دواړه کشتی یی له ماهیانو څخه داسی ډکی کړی چی نژدی وی ډوبی شی. کله چی شمعون پطروس ولیدل چی څه وشول هغه د عیسی مسیح پښو ته پریوت او وی ویل: «ای پاکه استاذه! زما څخه لیری شه. ځکه چی زه یو ګنهکاره انسان یم.» پطروس او ټول ملګری یی د دومره زیاتو ماهیانو په نیولو حیران پاتی شول. همدارنګه د شمعون شریکان یعقوب او یوحنا چی ده زبدی زامن وو، هم حیران شول. عیسی، شمعون ته وویل: «مه ویریږه، له دی وروسته به ته ماهیان نه بلکی انسانان را نیسی. کله چه هغوی خپلی کشتی وچی ته راوستی، نو هرڅه یی پریښودل او عیسی پسی روان شول. (لوقا ۵: ۱ـ ۱۱)

لومړی ګام:

د شمعون پطرس سترګی د عیسی مسیح په لیدو خلاصی شوی او ځان یی له عیسی مسیح سره پرتله کړ، ځان یی وپیژاند او پوه شو چه ګنکار دی او له خپلو ګناهنو نه یی توبه وکړه.

توبه: یانی له زړی لاری را ګرځیدل او په نوی لاری روانیدل.

دوم ګام:

د عیسی مسیح د شاګردی په ارښت پوهیدل. شمعون پطرس هرڅه یی چی لرل هغه یی پریښودل او عیسی مسیح پسی روان شو.

دریم ګام:

عیسی مسیح ته ځان سپارل. شمعون پطرس ځان عیسی مسیح ته وسپاره او ورپسی روان شو.

څلورم ګام:

د عیسی مسیح د نورو پیروانو په جمع کی شاملیدل. شمعون د نورو مسیحیانو په جمع یا کلیسا کی شامل شو.

هر څوګ چی غواړی د عیسی مسیح شاګرد یعنی مسیحی شی ضروری ده چه دا څلور ګامونه پورته کړی. هیڅوک په یوه کلمه او یا یوه جمله نشی کولای چی د عیسی مسیح شاګرد شی. هغه باید له خپلو ګناهنو نه توبه وکړی، د عیسی مسیح د شاګردی په ارزښت باندی پوه شی، خپل ځان عیسی مسیح ته وسپاری او د نورو د عیسی مسیح ده پیروانو په جمع کی یانی کلیسا کی شریک شی. ‎‎

 

 



Recent Articles