Closing the Doors of Girls' Schools

  21 December 2022

Language: Pashto

It has been almost a year and a half since girls' schools in Afghanistan have been closed and it has caused irreparable damage to the country's education sector for the young generation. Now the universities are also closed for girls. All these cruel things are done in the name of religion and God by the so-called religious scholars. In this article, Jesus Christ's opinion on this matter is explained.

عیسی مسیح فرمایی:

«ای د شریعت عالمانو! ستاسو په حال دی افسوس وی. تاسو د علم د کور د دروازی کیلي اخیستی، په خپله هم نه ورننوځی او څوک چې ورننوځی هغوی هم نه پریږدی.» (لوقا ۱۱:۵۲)

دا نژدي یو نیم کال وشو چه زمونږ د ګران هیواد افغانستان په تعلیمې ډګر کې زمونږ ځوان نسل ته ډیرې ستونځې پیدا شوي دې. په خاص ډول د نجنو لپاره له شپږم نه پورته د ښونځیو دروازی د شریعت تش په نامه عالمانو بندی کړی او کلې ګانی یې په خپلو جبونو کې اچولی دی. هره ورځ خپل دې کار ته نوی بهانې بیانوې او نه غواړې چه د ښونځیو دروازې زمونږ د نجنو پر مخ خلاصی کړې. په دی ورځو کې هغه جنکی چه له شپږم ټولګی نه فارغه شوې چه نشې کولای په اووم ټولګې کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړې ډله ډله په ژړا بیرته خپلو کورونو ته ستنی شوې.

عیسی مسیح د دا رنګه د شریعت د عالمانو په حال افسوس کوې او په کلکه یی غندې چه دوی پخپله د علم زده کړې ته لیوالتیا نه لرې او څوک چه غواړی علم او معرفت حاصل کړی هغوی هم دی نیک کار ته نه پریږدې. تا سو ګرانو دوستانو ته په سوال موجود وې چه دوی ولې دا له جهالته ډکه کار ته لستوڼی را نغښتی؟ دا د شریعت جاهله ملایان او عالمان په اصل کې د علم له زدکړې نه ډیره ویره لرې. کله چه خلک علم زده کړې کولای شې چه پاک خدای په حقیقی معنی وپیژنی او د دوی ټول کارونه چه د پاک خدای پر ضد دې ورته روښانه شې. آیا پاک او حقیقی خداې غواړې چه خلکه جاهله، بیسواده، او نادانه وې؟ آیا پاک خدای غواړی چه خلک په لوږه او بد حالت کې ژوند وکې؟ آیا پاک خدای غواړی خلک د خپل صحت لپاره نه ډاکټر او نه روغتون ولرې؟ آیا پاک خدای غوا‌ړی چه خلک بی روزګاره وې او د یوې مړی ډوډی د پیدا کولو لپاره لالهانده وې؟ نه هیڅکله. دا ټول شیان د علم په زده کړې پوری تړلې دې.

البته د هیواد نور مسایل هم له جنجالونو او مشکلاتو نه خلاص نه دې خو زمونږ د ځوان نسل تعلیم او تربیه د هیواد د آینده لپاره خورا ډیر ضروری ده.

عیسی مسیح داسی ریاکاره ملایانو ته فرمایی:

«ای منافقو د شریعت عالمانو او فریسیانو! (فریسیان، د عیسی مسیح په وخت کې یوه مذهبی ـ سیاسی فرقه وه. لیکونکۍ)

افسوس دې وي ستاسو په حال باندې، ځکه چې تاسو د هغو قبرونو په شان یی چې په چونه باندې سپین شوي وي چې په ظاهره ښکلي ښکاري، خو دننه د مړو د هډوکو او هر ډول ناپاکیو څخه ډک وي.» (متی ۲۳: ۲۷)




Recent Articles