۱۹ جون ۲۰۲۴
مسیحي شخصیت: دروغ یا حقیقت
خداوند په کتاب مقدس کې موږ ته د دروغو ویلو نه منع کوي. په مسیحی ایمان کې د کوچنیو او لویو دروغو تر منځ توپیر نشته. پوښتنه دا ده: آیا موږ کولی شو تل حقیقت ووایو؟ عیسی مسیح وویل: زه لاره، حقیقت او ژوند یم. (یوحنا ۱۴:۶)
د عیسی مسیح په ایمان او قدرت سره موږ ته مرسته کېږي چې تل حقیقت ووایو. یوه وینا شته چې وایي: مصلحت آمیز دروغ د فتنه انگیز حقیقت نه بهتر دی. دا وینا بالکل غلطه ده. موږ باید ووایو چې مصلحت آمیز حقیقت د فتنه انگیز دروغ نه بهتر دی.…