۲ ديسمبر ۲۰۱۹
د عیسی مسیح درس د شتمنۍ په اړه
یو شتمن سړی د عیسی مسیح نه پوښتنه کوي چې څنګه د ابدي ژوند خاوند شي. عیسی مسیح پوهیږي چې دغه شتمن سړی د خپل مال او پیسو سره د خدای نه زیات مینه لري. عیسی مسیح هغه ته وایي چې ټول څه چې لرې یې وپلوره او ما تعقیب کړه، خو سړی پریشانه کیږي او ځي. عیسی مسیح خپلو شاګردانو ته یوه مثال وړاندې کوي چې هیڅوک نه شي کولی چې خپل مال د خدای نه زیات خوښ کړي او د ابدي ژوند خاوند شي. موږ باید خدای ته په خپل ژوند کې لومړیتوب ورکړو او د عیسی مسیح پیروي وکړو.…