۲۷ مارچ ۲۰۲۰
ولې په نړۍ کې د کرونا په څیر ویروسونه شته؟ ولې خدای اجازه ورکوي؟
د ستونزو او دردونو په منځ کې، مختلفې پوښتنې زموږ په ذهن کې راځي لکه "ولې خدای اجازه ورکوي چې موږ رنجونه وباسو؟"، "ولې خدای اجازه ورکوي چې د کرونا ویروس د ګڼو کسانو مرګ سبب شي؟"، "ولې ژوند دومره سخت دی؟"
د خدای کلام زموږ پوښتنو ته ځواب لري. موږ په خدای کلام کې ګورو چې خدای هر څه ښکلي او ښه پیدا کړي، مګر موږ همدارنګه ګورو چې ګناه نړۍ ته داخلېږي او هر څه د ګناه لعنت لاندې راځي. خدای هر څه د دې دوه دلیلونو له مخې لعنت کوي: اول، د انسان ګناه لپاره او دویم، د ګناه ماتولو او شر له منځه وړلو امید لپاره. عیسی نړۍ ته راغی ترڅو یوازې انسان نه، بلکې ټول مخلوق د ګناه لعنت نه آزاد کړي.…