۲۶ مارچ ۲۰۲۴
د نوروز ۱۴۰۳ ځانګړې پروګرام
د دې کال نوروز د افغانانو لپاره له سختیو سره مل دی: نوروز د نوي کال جشن، د پسرلي لومړۍ ورځ او د تعلیمي کال پیل دی. هو، موږ نوروز لمانځو او ټولو ته یې مبارکي وایو، مګر د افغانستان په کې د سلګونو زرو نجونو مکتب ته نه تلل نشو هیرولای. دا نجونې باید سږکال یو ځل بیا په کور پاتې شي. موږ دعا کوو چې خدای د افغانستان رهبرانو ته حکمت او پوهه ورکړي تر څو نجونې مکتب ته لاړې شي او زده کړې وکړي. د دې امید سره چې د افغانستان نجونې زده کړې وکړي، ستاسو نوروز مبارک او کامیاب وي!…