۹ اپريل ۲۰۲۱
د واده ورځ
د واده ورځ زموږ په ژوند کې یو خورا مهم ورځ ده. هغه څوک چې واده کړي، د خپل واده ورځ تل یادوي. په دې ورځ کې داماد او عروس یوه بل ته وعده کوي چې تر اخره به یو ځای وي. موږ مسیحیان یوه بله وعده هم کوو چې خدای باید په ژوند کې زموږ لومړی ځای ولري. خدای ته په ژوند کې لومړی ځای ورکول دا ندي چې موږ له ژوند څخه خوند نه اخلو، بلکې کله چې موږ خدای ته لومړی مقام ورکوو، موږ له ژوند څخه بشپړ خوند اخلو. پرته له دې چې موږ مجرد یا واده شوي یو، خدای د مسیحیانو په ژوند کې لومړی ځای لري.…