۴ جون ۲۰۲۱
معجزه د اوبو د شراب بدلول
انجیل یوحنا د عیسی مسیح د خدایتوب په اړه خبرې کوي. په یوحنا فصل ۲ کې لوستل کیږي چې د عیسی مسیح لومړۍ معجزه د اوبو د شراب بدلول وه. دا معجزه موږ ته وایي چې عیسی مسیح زموږ اړتیاوې پوره کوي، لکه څنګه چې په نورو فصلونو کې لوستل کیږي چې عیسی مسیح زرګونه خلکو ته ډوډۍ ورکړه. عیسی مسیح خپل ژوند زموږ لپاره قربان کړ تر څو چې موږ په هغه ایمان ولرو او نجات ومومو. هغه په صلیب خپل ژوند زموږ د ګناهونو لپاره ورکړ تر څو موږ بخښل شو. په فصل ۲ کې دویمه برخه کې لوستل کیږي چې عیسی مسیح د خداې کور د سوداګرو او دکان دارانو له وجود پاکوي. د عیسی مسیح په زمانه کې ځینې یهودیان له مذهب څخه د تجارت یا کار لپاره ګټه اخیس…