۲۲ جون ۲۰۲۲
آیا یو خدای درې اشخاص کیدای شي؟
پوښتنه: آیا مسیحیان درې خدایان عبادت کوي؟ خو نه، بالکل. موږ، د مسیح پیروان، هغه خدای عبادت کوو چې ځان د تثلیث په ډول یا درې اشخاصو کې د پلار، زوی او روح القدس په توګه څرګندوي. موږ پوهیږو چې د اسلام له نظره، خداوند هیڅکله د زموږ د ژغورنې لپاره نه نازل کیږي، بلکې یوازې پیغام ورکوي چې څنګه باید قانون رعایت کړو او بس. مګر د مقدس کتاب د تعلیماتو او زموږ د ایمان تجربې له مخې، زموږ خدای د اړیکو خدای دی. هغه یوازې پیغام نه لیږي، بلکې غواړي چې له موږ سره نږدې، ژور او صمیمي اړیکه ولري. د همدې مینې لپاره، خدای - د آسمان او ځمکې خالق (د پلار خدای) ځمکې ته راغی او په انساني بدن کې چې عیسی مسیح، د خدای زوی…