۱۹ جنوري ۲۰۲۱
فلم رفکۍ او درس له کتاب مقدس
موږ نوې درسونه پیل کوو چې هره برنامه د رفکۍ هنري فلم یوه برخه خپرولو سره پیلیږي. د رفکۍ هنري فلم په دری ژبه ژباړل شوی او دوبله شوی دی. د نن ورځې موضوع په کورنۍ کې ده. موږ ټول د ژوند په بېلابېلو مشکلاتو لکه ناروغۍ، د کورنۍ د یوه غړي له لاسه ورکولو، یا د کار له لاسه ورکولو سره مخ شوي یو. موږ د عیسی مسیح پیروان، کله چې د ژوند په مشکلاتو او چالشونو کې مخامخ شو، لومړی دعا کوو او له خدای څخه مرسته غواړو. خدای چې بینا او اوریدونکی دی او هر څه ویني، زموږ دعاوې اوري او د خپل ارادې مطابق ځواب ورکوي. په نننۍ برخه کې موږ د ګمشده زوی کیسه هم واوریدله. عیسی مسیح د ګمشده زوی کیسه په لوقا فصل ۱۵ کې بیان کړې …