ښځه د پاک او حقیقی خدای په کلام کې

  ۲۶ اپريل ۲۰۲۳

زمونږ د سپیځلې کتاب یعنی بایبل چې په شروع کې تورات ځای لری په لمړی کتاب کې لولو:

«نو پاک خدای انسان په خپل شکل پیدا کړ، هغه یې د خدای پاک په شکل پیدا کړ. هغوی یې نر او ښځه پیدا کړل.» (پیدایښت ۱: ۲۷)

کله چې پاک او حقیقی خدای انسان په خپل صورت یا د ځان په شکل پیدا کړ، په دي اړه هیڅ نه دي ویل شوې چې ښځه له سړی نه لږ څه کمه د پاک خدای په صورت پیدا شوي. دلته د انسان پیدا کول د خدای په صورت له ظاهری صورت نه نده، بلکه مقصد له پوهی، حکمت، ارادی، احساسات، قضاوت او نورو شیانو نه ده. هرڅه چې پاک خدای سړیو ته د خلقت په وخت کې ورکړی هغه څه یی ښخو ته هم ورکړی. یعنی پاک خدای ښځه او سړی دواړه د پورتنیو صفتونو له لحاظه برابر خلق کړې تر څو دواړه په شریکه توګه خپله کورنۍ او د پاک او حقیقی خدای نړی په ښه توګه اداره کړی. سړی او ښځه چې پاک خدای له جسمانی او بعضی نورو خصوصیاتو له لحاظ په یو څه توپیر پیدا کړی دې مقصد یې دا دی چې یو بل سره تکمیل کړی او د یوه بدن په شکل کار او ژوند وکړی او د پاک خدای د جلال او عزت باعث وګرځي.

د پاک خدای د کلام په بل آیت کې لولو:

«له همدی کبله سړی خپل مور او پلار پریږدي او د خپلی ښځي سره یوځای شي او سره یو وجود شي.»

 (پیدایښت۲: ۲۴)

د پاک خدای د کلام پر بنسټ، هر هغه حقونه چې سړی د خدای په حضور کې لری، ښځه یې هم لری.

ښځه د پاک خدای د ژغورنې په نقشه کې روی لری، عیسی مسیح د یوې ښځې له نسله نړی ته راغي. پاک خدای د ښځو دعا ګانی د سړیو په شان په خپل حضور کې منې. د پاک خدای په خدمت کې هم ښځې له سړیو سره برابری دي. په سپیڅلې انجیل کې لولو:

«زه تاسو ته زمونږ خور فیبي چې د کنخیریه د کلیسا خادمه ده، در پیژنم. تاسو هغې ته د عیسی مسیح په نوم لکه څنګه چې د خدای د خلکو سره مناسب دي، هرکلی ووایئ او هرشي ته چي اړتیا ولري ورسره مرسته وکړئ.» (رومیان ۱۶: ۱، ۲)

لکه څه رنګه چې پر پاک خدای سړی ګران دی ښځې هم په همغه اندازه په هغه ګرانې دي. د عیسی مسیح په خدمت کې هم ښځو له سړیو سره اوږه په اوږه شریکی وې. کله چې عیسی مسیح پر صلیب وزړول شو ښَځو هم هلته حضور درلود. په سپیڅلې انجیل کې لولو:

«د هغه صلیب څنګ ته چې عیسی ورباندې میخ کړای شوی و، د عیسی مور، د هغه ترور، مریم چې د کلوپاس ښځه وه او مریم مجدلیه ولاړې وې.»

په دې ډول پاک خدای سړې او ښځې یو برابر پیدا کړي او د دواړو لپاره برابر مقصدونه لری. اما په ډیر افسوس باید ووایم چې یو څه خلکو په خپلو مغزنو کې داسې خدای جوړ کړی چې هغه یواځئ د سړیو خدای ده او ښځې یې یواځي د دوی د جنسي خواهشاتو د پوره کولو او د دوی د خدمت لپاره پیدا کړې. کله دوی فکر کوي ښځې دوی ته د ځمکی او باغ په څیر پیدا شوي چې دوی ته حاصل ورکړی. کله ورته د غنیمت په سترګه کتل کیږی په هر شکل چې سړې وغواړې له هغو نه کټه پورته کړی او یا یی وپلوري او یا يې بل چاته ډالۍ کړې. حتا د دوی د ذهنونو جوړ کړي جنت کي هم دوی ته وعده شوی چې ښځې د حورو په شکل د سړیو د عیاشی لپاره پریمانه شتون لري. د دوی دا نظر د ښځو په هکله د پاک او حقیقی خدای له نظره سل په سلو کې په خلاف ده.

په سپیڅلې انجیل کې عیسی مسیح مونږ سړیو او ښځو ته فرمایی:

«د یو بل سره مینه کوئ لکه څنګه چې ما تاسو سره مینه کړې ده. د دې نه نوره زیاته مینه نشته چې یو سړی دې د خپلو ملګرو په خاطر خپل ځان قربان کړي.» (یوحنا۱۵: ۱۳، ۱۴)


وروستي مقالې