معجزه

  ۱۹ مې ۲۰۲۳

معجزه هغه کار ته ویل کیږی چه په عادی او طبیعی حالاتو که پیښیدل یې امکان ونه لری. لکه د عیسی مسیح دا معجزه چه په سپیڅلی انجیل کی ثبت شوی ده.

په سپیڅلی انجیل کی لولو:

«بله ورځ عیسی د خپلو شاګردانو او د خلکو د یوې لویې ډلې سره نایین نومي ښار ته لاړ. کله چې د ښار دروازې ته نژدې شو، نو یوه جنازه یې ولیدله چې راووتله. دا مړی د یوې کنډې ښخې یوازینی زوی ؤ او د هغې سره د ښار ګڼ شمیر خلک ملکړي وو. کله چې عیسی هغه ښځه ولیدله، نو زړه یې ورباندې و سوځېده او ورته یې وویل: «نوره مه ژاړه.» بیا هغه وروړاندې شو او په تابوت باندې یې لاس کیښود او کومو خلکو چې وړلو، ودرېدل. عیسی وویل: «ای ځوانه! تاته وایم راپاڅیږه.» هغه مړی کښېناست او په خبرو یې پیل وکړ او عیسی هغه بیرته خپلې مور ته وسپاره.» (لوقا۷: ۱۱ـ ۱۵)

دا معجزه په لمړی نظر کې عجیبه غوندي ښکاري. ډیرو خلکو چې د یوې کونډې ښخې یواځنې زوی جنازه خښولو لپاره وړله. عیسی مسیح هم چې له خپلو شاګردانو سره له دې لاری تیریده ورسره مخامخ شو. کونډی مور ژړل او اوښکې یې تویدې نژدی نورو دوستانو او خپلوانو یې هم ورسه ژړل. عیسی مسیح چې د کونډی مور دا حالت ولید ورته یې وویل «نور مه ژاړه». هغه مړ زوان له مرګه بیرته را ژوندی کړ او مورته یی وسپاره.

بل ځای په سپیڅلې انجیل کې لولو:

«کله چې عیسی ده هغه ځایه روان شو، نو دوه ړانده ورپسې روان شول او چیغې یې وهلې: «ای د داود زویه، په مونږ رحم وکړه.» کله چې عیسی کورته دننه شو، نو هغه ړانده ورته راغلل. عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «آیا تاسو په دې ایمان لری چې زه کولای شم تاسو بینا کړم؟» هغوی وویل: «هو، ښاغلیه!» بیا عیسی د هغوی سترګو ته لاس وروړ او ویې ویل: «څنګه چې ستاسو ایمان دی، نو همداسې د وشي.» او د هغوی سترګې بینا شوې.» (متی ۹: ۲۷ ـ ۳۰)

د دې دوه ړندو د بینا کیدو په معجزه کې هم ښکاری هغوی څومره هیله درلوده چې ړندی سترګې یې بینا شې او دا ښکلې دنیا په خپلو سترګو ووینی. د هغوی باور په عیسی مسیح باندی د دوی د بینا کیدو لپاره ډیر اړین وو. د عیسی مسیح مهربانی او زړه سواند او د نابینایانو باور او ایمان دواړو یو ځای کار وکړ او دا معجزه ترسره شوه.

د یویې بلی معجزی په هکله په سپیڅلې انجیل کې لولو:

«په دې وخت کې یوه ښځه چې د دولسو کالو راهیسې ورڅخه وینه بهیدله، د شا له خوا راغله او د عیسی لمنې ته یې لاس وروړ. ځکه چې هغې باور درلود چې که زه یوازې د هغه چپنې ته لاس وروړم نو روغه به شم. عیسی مخ ورواړاوه او هغه یې ولیدله او ورته یې وویل: «لورې! ډاډه اوسه، ته خپل ایمان روغه کړې.» او په هماغه ساعت ښځه روغه شوه.» (متی ۹: ۲۰ – ۲۲)

دا معجزه په داسی حالت کې ترسره شوی چه د عیسی مسیح تر شاوخوا د خلکو ډیره ګڼه ګونه وه. او په دې ګڼه ګونه کې دا ناروغه ښځه چې له طبیبانو نا امیده کیدو نه وروسته دی باور ته رسیدلي وه چې یواخې عیسی مسیح کولای شي هغی ته شفا ورکړی. دا ښځه د خپل ناروغي په ډاګه ویلو نه شرمیده او غوښتل یې په پټه د عیسی مسیح چپن لمس کړې او د خلکو په مینځ کې لاړه شې. اما عیسی مسیح پوه شو چې چېنه یی چا لمس کړه او ښځې ته ډاډ ورکړ چې هغه به روغه شې.

عیسی مسیح نورې معجزه هم تر سره کړی چې دا څو معجزی د نمونې په شکل تاسو ته وړاندی شوی. په دې ټولو معجزو کې عیسی مسیح د خلکو ضرورتونو ته توجه کړی. د هغه ټولې معجزی لکه جادوګرانو صرف د خلکو د حیرانه کولو لپاره نه ویی بلکه د هغه د عمومی خدمت یوه برخه وه.

عیسی مسیح هماغه عیسی مسیح ده چې دوه زره کاله مخ کې وو. هغه اوس هم کولای شې زمونږ خبری واورې او زمونږ په ژوند کې معجزی وکې. صرف زمونږ ایمان او اعتماد ضروری ده.


وروستي مقالې